لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ورجينيا رياست په شارلټس وېل ښار کې د سپين پوستو نسل پرستو په يوه مظاهره کې يو تن په موټر درې کسان وژلي


د امريکې د ورجينيا رياست په شارلټس وېل ښار کې د سپين پوستو نسل پرستو په يوه مظاهره کې يو تن خپل موټر په احتجاج کونکو ورخېژولی. په پېښه کې درې تنه وژل شوي او شاوخوا ۱۶ نور ژوبل شوي دي۔

دپوليسو مشر ال تهامس وايي په پېښه کې ککړ تن نيولی شوی دی

صدر ډانلډ ټرمپ په خپل ټويټ پېغام کې د دغې پېښې غندنه کړې او ويلي يي دي په امريکا کې د داسې تشدد لپاره هيڅ ځاې نشته،نوموړي په اولس د يو موتي کېدو غږ کړی

د شارلټس وېل ښار مېر يا ښاروال ماېک سګنر هم ددغې پېښې غندنه کړې او په خپل ټويټ پېغام کې دغه پېښه دردونکې بللې ده نوموړي په مظاهره چيانو د احتجاج ختمولو او خپلو کورونو ته د تلو غږ کړی

د ورجينيا رياست ګورنر ټېري مېک آلف ددغې پېښې وروسته په شارلټس وېل ښارکې د بېړني حالاتو عملي کولو اعلان کړی چې امدادي کارونه په آسانۍ سره ترسره شي،

ګورنر په خپل ټويټ پېغام کې ويلي په شارلټس وېل ښار کې له تېرو 24 ساعتو رهسې روان اړی ګړی د زغملو وړ نه دی او دا چې د خيال د آزادۍ په شا به چاته هم د تشدد آزادي ور نه کړي-

د ورجينيا رياست په شارلټس وېل ښار کې په يونېورسټۍ کې سپين پوسته نسل پرستود خالي په ورځ د "يوناېټ دي راېټ" په نامه احتجاجي مظاهره تابيه کړې وه چې د ګردې امريکې نه ورله سپين خلک راغلي وو،

د سپين پوستو مظاهرينو په ضد نور مظاهرچيان هم راوتل چې پکې انښتې هم اوشوې، خو پوليسوپه مظاهرچيانو د مرچکي سپری اوکړه چې ورسره مظاهره چيان خواره شول خو په آخري وخت کې يو تن په هغوي خپل موټر ورخېژو-

دغه مظاهرې د شارلټس وېل ښار د شورا لخوا د امريکې دخانه جنګۍ د زمانې د کنفېډرېټ جنګي جرنېل رابرټ لي د مجسمې د کوزولو د فېصلې په ضد راپارېدلي

سپين پوستي نسل پرست د کنفېډرېټ جنګي جرنېلانو مجسمې لرکول د خپلو اتلانو سپکاوې ګڼي خو زيات تره امريکيان دغې ته د نسلي امتياز په سترګه ګوري او وايي دې سره په امريکا کې نسلي کرکه خوريږي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG