لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د فرانس چارلي هيبډو رساله د حملې وروستو بيا چاپ شوه


د چارلي هيبډو تازه گڼه په داسې حال کې چاپ شوې چې يوه اوونۍ وړاندې يې په دفتر حمله شوې وه ، او ۱۲ کسان پکې وژل شوي وو .
د چارلي هيبډو تازه گڼه په داسې حال کې چاپ شوې چې يوه اوونۍ وړاندې يې په دفتر حمله شوې وه ، او ۱۲ کسان پکې وژل شوي وو .

د فرانس چارلي هيبډو رسالې تازه گڼه هم د پېغمبر اسلام (ص) د عکس سره په داسې حال کې چاپ شوې چې يوه اوونۍ وړاندې يې په دفتر حمله شوې وه ، او ۱۲ کسان پکې وژل شوي وو .

د فرانس چارلي هيبډو رسالي تازه گڼه چې په سرپاڼه يې د پېغمبر اسلام (ص) عکس جوړ شوی ، د تازه گڼې درې ملينه کاپيانې په شپږو مختلفو ژبو کې چاپ شوي دي .

دا د دغې رسالې په دفتر د حملې وروستو لمړۍ گڼه ده ، له دې وړاندې به د دې رسالې ۶۰ زره کاپيانې چاپ کېدلې .

د فرانس پلازمينه پېرس کې د اوونيزه رسالې چارلي هيبډو په دفتر تېره اوونۍ حمله شوې وه ، او د رسالې د کارمندانو په گډون پکې ۱۲ کسان وژل شوي وو .

چارلي هيبډو رساله د اسلام او نورو مذهبونو د مشرانو او مشهورو کسانو د عکسونو يا خاکو جوړولو او په هغويې باندې په طنز و مزاح کولو مشهوره ده .

د دغې رسالې انتظاميې د تازه گڼې په زياته شمېره کې د چهاپ کولو په اړه وئيلي ، چې په دفتر يي د بريد وروستو د رسالې طلب زيات شوی ؤ ، ځکه د ۶۰ زرو په ځايې درې ملينه چاپ کړی شوې .

راپورونه وايي د چارلي هيبډو په سرپاڼه يو عکس جوړ شوی او په سرپاڼه ليکل شوي "هر څه معاف کړی شو" .

او د رسالې تازه گڼه د انگرېزۍ او عربۍ سره په نورو شپږو ژبو کې چاپ شوې ده .

د چارلي هيبډو د تازه گڼې چاپ کېدو په اړه تېره ورځ په نړېوالو مطبوعاتو کې خبرونه مخې ته راغلي ؤ ، او راپورونه وايي د رسالې په سرپاڼه خپور کړی شوی عکس تېره ورځ د فرانس په ځاي مطبوعاتو کې ـ او د واشنگټن پوسټ او گارډين نه علاوه په ځينو نورو بهرنو اخبارونو کې هم چاپ شوی ؤ .

ولې د پاکستان په مطبوعاتو کې پرې د کومې مذهبي ډلې يا بل چا لخوا د کوم غبرگون خبر مخې ته نه دی راغلی .

خو د پاکستان د اردو ژبې يوې ورځپاڼې اېکسپرېس نن د شورو په ورځ خپل يو رپورټ کې ليکلي ، چې د فرانس نه د سپکاوي د خاکو خپرؤنکې رسالې چارلي هيبډو د اظهار رائ د ازادۍ په نوم د مسلمانانو جذبات لړزولي او د خپلې راتلونکې گڼې په سرپاڼه يې د سپکاوي خاکه خپره کړې ، او د نړۍ مسلمانانو پرې غم او غُصه څرگنده کړې ده .

په دغې خبر کې د مصر د دارالفتاه لخوا د غندنې وئيل شوي او زياته کړی شوې ده چې دا کار د يونيم ارب مسلمانانو د جذباتو په ضد دی .

د تېرې شورو په ورځ دوه کسانو شريف او سعيد کواچي چې وروڼه ښودل شوي وو ، د فرانس په پلازمينه پېرس کې د چارلي هيبډو دفتر ته ننوتي او ډزې يې کړې وې چې پکې د رسالې د ۸ کارکوؤنکو په گډون ۱۲ کسان وژل شوي وو ، وروستو دغه کسان هم پوليس سره په مقابله کي وژل شوي وو .

د فرانس مطبوعاتو وئيلي ؤ ، چې د چارلي هيبډو په دفتر حمله په تېر وخت کې د پېغمبر اسلام (ص) د عکسونو جوړولو او خپرولو په عکس العمل کې شوې وه .

د چارلي هيبډو په دفتر د حملې په ضد ټول فرانس کې مظاهرې شوي ، او د اتوار په ورځ نزدې د ۴۰ هېوادونو مشران او ۱۵ لکه خلک په دغې بريد کې د وژل شوؤ کسانو په ياد کې په يوه ريلۍ کې رايوځاي شوي وو .

بل لورته د فرانس وزيراعظم مينوئل ويلز د نهې په ورځ پارليمان ته په وينا کې وئيلي ، چې د دويي جنگ د کوم مذهب په ضد نه بلکې د تُندلار په ضد دی .

نوموړي وئيلي ، فرانس د ترهگرۍ ، جهادي سوچ او اسلامي تندلارو سره په جهگړه دی ، ولې د هغه په وينا دغه جنگ د اسلام او مسلمانانو په ضد نه دی .

د فرانس د دفاع وزير وئيلي ، تېره اوونۍ پېرس کې د شوؤ حملو وروستو يي د يهوديانو د عبادت د ځايونو سره په جوماتونو اوهوايي اډو باندې لس زره پوځيان ځايي په ځايي کړي دي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG