لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو د ډيره اسماعيل خان نه چيني سېلگری تښتولی


له دې وړاندې هم په کال ۲۰۰۴م کې په جنوبي وزيرستان کې د چين دوه انجينيران تښتول شوي وو
له دې وړاندې هم په کال ۲۰۰۴م کې په جنوبي وزيرستان کې د چين دوه انجينيران تښتول شوي وو
د راپورنو ترمخه د خيبرپښتونخوا د جنوبي سيمي ډيره اسماعيل خان نه د گل په ورځ يو چيني سېلگری تښتول شوی ؤ ، او نن د پاکستاني طالبانو لخوا د دغه چيني سېلگري د تښتول کيدو زمه واري په غاړه اخيستل شوې ده .
د پوليسو په وينا چينې سېلگری هونگ زوډونگ د پنجاب صوبې سر ښار لاهور نه په سائيکل د ډيره اسماعيل خان په لارې بلوچستان ته روان ؤ ، چې د گل په ورځ د ډيره اسماعيل خان د دربن په علاقه کې د ډېره موړ ، ژوب روډ څخه تښتول شوی دی .
د چارواکو په وينا چيني سېلگري پسې دوه کسان په موټر سائيکل راغلي ، او ځان سره يې تښتولی دی . چارواکو وئيلي د پېښې وروستو يې په علاقه کې د لټون عمليات کړي . خو څه کاميابي يې نه ده ترلاسه کړې .
د سرچينو په وينا د تښتول شوي چيني سېلگري سائيکل پوليس ته په لاس ورغلی دی .
د تښتول شوي چيني سېلگري په اړه نن د نهې په ورځ د تحريک طالبان پاکستان د شهريار محسود ډلې يو کمانډر چې ځان يې د عبدالبهار په نوم معرفي کړی ، ميډيا ته د نامالومه ځايي څخه د ټيليفون د لارې خبرو کې وئيلي چې دغه کس دويې تښتولی او محفوظ ځايي ته يې منتقل کړی دی .
هغه زياته کړې چې دويې د دغه چيني سېلگري په بدل کې د خپلو جهادي قيديانو خوشي کولو غوښتنه کوي .
بلخوا ته د خيبر پښتونخوا وزيراعلي پرويز خټک په دغه پېښه د خفگان اظهار کړی ، او وائس اف امريکا ډيوه ريډيو ته ليږلي يو بيان کې يې وئيلي ، چې د چيني سېلگري تښتول د پاکستان او چين د اړيکو خرابولو سازش دی .
نوموړي زياته کړې چې قانون نافذؤنکو ادارو ته يې د تښتول شوي کس د راخلاصولو دپاره هدايات ورکړي او وئيلي يي دي ، په دغه پېښه کې ککړ لاسونه به ډير زر بي نقابه کړي .
له دې وړاندې هم په کال ۲۰۰۴م کې په جنوبي وزيرستان کې د چين دوه انجينيران تښتول شوي وو ، او د طالبانو مشر عبدالله محسود د دغو کسانو د تښتولو زمه واري قبوله کړې وه . دغو چيني انجينيرانو چې په گومل زام ډيم کې کار کولو ، وروستو د هغويې د راخلاصولو په مهال يو انجينير وژل شوی هم ؤ .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG