لاس رسیدونکی لینک

د کیلیفورنیا په ځنگلونو کې د لگیدلي اورونو دلاسه ۴٠ کسان مړه شوي دي


د کیلیفورنیا په نیپا وادۍ کې د واین یا د شرابو جوړولو یوه بټۍ په اور کې د تباهۍ ورسته لیدل کیږي

د امریکې په کیلیفورنیا ریاست کې د تیرې یوې هفتې راهسې په ځنگلونو کې لگیدلي اورونه لا نور هم خوریږي او چارواکو ویلي په اورونو د لاسه لږ تر لږه ۴٠ کسان مړه شوي دي.

دغه اورونه د ریاست په هغه علاقو کې لگیدلي چې د شرابو د پیداوار لپاره شهرت لري.

د خالي، شنبې، په ورځ چارواکو وویل په شپاړسو بیلا بیلو ځایونو کې لگیدلي اورونو دلاسه د مړو کسانو شمیره ۴٠ ته رسیدلي ده.

په یوه سیمه کې د اور د یوې خوا فاصله ١٦٠ کلومیټره اوږده ده.

چارواکی وايي په اور کې ٥٧٠٠ کورونه او کاروبارونه سوزیدلي دي او یو لاک کسان د خپلو کورونو نه محفوظو ځایونو ته منتقل کړی شوي دي.

د اور وژونکي محکمې کیپټن جمي برنال ویلي تند بادونه اور خوروي او پکې شدت راولي.

د اور لمبې د سونوما ښار ته هم رسیدلي دي. دا ښار د کیلیفورنیا د واین یا د شرابو د صنعت مرکز گڼلی کیږي او د یولس زره کسانو د ابادۍ د ښار نه ۴٠٠ کورنۍ محفوظ مقام ته منتقل کړی شوي دي.

د سونوما سره نژدې سینټا روزه ښار نه هم په لویه شمیره کې شهریان ویستل شوي دي. دغه سیمه د سانفرانسسکو ښار په شمال کې پرته ده.

چارواکو په ځینې نورو علاقو کې هم مقامي وسیدونکو ته د خپلو کورونو نه د وتل هدایات جاري کړي دي.

هرکال د اوړي موسم په اخیره او د خزان په شروع کې د غرونو نه د سینټا انا خشکې او تیزې هواگانې د کیلیفورنیا په ځنگلونو کې د اور خورید لپاره سازگار حالات برابروي. په ځینې وختونو کې د بادونو څپې په گنټه کې د ٦۴ کلومیټرو په رفتار چلیږي.

دا وخت د اور په وژلو کې ٩٠٠٠ کسان مصروف دي چې پکې اور وژونکي مقامي عمله او د زرگونو په شمیره کې رضاکار هم شامل دي چې په تیرو څو ورځو کې د لرې لرې نه راغلي دي. چې پکې د اسټریلیا نه راغلي اور وژونکې هم شته.

XS
SM
MD
LG