لاس رسیدونکی لینک

بونير : بمي چاؤدنه کې د قومي وطن پارټۍ د مشر په گډون ۲ کسان وژل شوي


له دې وړاندې هم بونير ضلع کې د امن لښکر غړو او مشرانو باندې ځان مرگي ، بمي چاؤدنې او د ډزو بريدونه شوي دي

د پاکستان خيبرپښتونخوا صوبې په بونيرضلع کې د قومي وطن پارټۍ د مشرعدالت خان په گاډي بمي چاؤدنه شوې ، چې پکې د عدالت خان په گډون دوه کسان وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي .

د پاکستان خيبرپښتونخوا صوبې په بونيرضلع کې د قومي وطن پارټۍ د مشرعدالت خان په گاډي بمي چاؤدنه شوې ، چې پکې د عدالت خان په گډون دوه کسان وژل شوي او دوه نور ژوبل شوي دي .
د بونير ضلعې د پوليس مشر (ډي پي او) اصف اقبال مهمند د پېښې په اړه وائس اف امريکا ډيوه ريډيو ته ووئيل ، دغه پېښه نن د خالي په ورځ د بونير گوکند په منيارۍ سيمه کې هغه وخت رامنځته شوه ، چې عدالت خان په خپل گاډي کې روان ؤ ، اود سړک غاړې ته اېښودل شوی بم پرې په ريموټ وډزول شو.
ډي پي او بونيرپخلی کړی دی چې د چاؤدنې په نتيجه کې د قومي وطن پارټۍ د بونېر ارگنائزر عدالت خان او هغه سره يو بل ملگری وژل شوي او دوه نور کسان ژوبل شوي دي .
نوموړي زياته کړه دا د ترهگرۍ پېښه ده ، او عدالت خان بونير کې د امن لښکر د مشرانو سره نزدې ناسته ولاړه وه ، نو مالوميږي داسې چې هم په دغې وجه هغه په نخښه شوی دی .
له دې وړاندې هم بونير ضلع کې د امن لښکر غړو او مشرانو باندې ځان مرگي ، بمي چاؤدنې او د ډزو بريدونه شوي دي .
تېرکال د ستمبر په مياشت کې بونير ضلع کې د امن لښکراو د عوامي نيشنل پارټۍ ځايې مشر انورخان هم دنامالومه وسله والو په ډزو کې وژل شوی ؤ ، او په کال ۲۰۱۲م کې د بونيرد امن لښکر يو بل مشر فاتح خان په ځان مرگي بريد کې وژل شوی ؤ.
XS
SM
MD
LG