لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش کې شامیلیدو په شک کې ٣ برطانوي هلکان گرفتار


د برطانيي تحقیقاتي ادارې سکالینډ یارډ د گرفتار شوو کسانو شناخت نه دی څرگند کړی خو ویلي يي دي چې مشکوک کسان د جمعې په ورځ نیول شوي دي کله چې دوي د ترکې اسنتبول ښار نه ستانه کړی شول
د برطانيي تحقیقاتي ادارې سکالینډ یارډ د گرفتار شوو کسانو شناخت نه دی څرگند کړی خو ویلي يي دي چې مشکوک کسان د جمعې په ورځ نیول شوي دي کله چې دوي د ترکې اسنتبول ښار نه ستانه کړی شول

د برطانيي پولیس د شام وسله والې ډلې داعش کې د شامیلیدو په شک کې درې هلکان گرفتار کړې دي.

د برطانيي تحقیقاتي ادارې سکالینډ یارډ د گرفتار شوو کسانو شناخت نه دی څرگند کړی خو ویلي يي دي چې مشکوک کسان د جمعې په ورځ نیول شوي دي کله چې دوي د ترکې اسنتبول ښار نه ستانه کړی شول.

د ترکي مطبوعاتو ویلي د نیول شوو کسانو کې دوه د ١٧ کلونو او د یو عمر ١٩ کاله دی او د شمالي ختیز لندن اوسیدونکې دي.

په دریو واړو شک دی چې د کال ٢٠٠٦ د برطانيي د ترهگرۍ قانون خلاف ورزي يي کړې ده.

د ترکي چارواکو ویلي ١٧ کلن هلکان د برطانوي چارواکې په اطلاع نیول شوي او ١٩ کلن کس په هوائي اډه د پوښتنو ورسته ونیول شو.

گرفتارۍ په داسې مهال شوي چې څو هفتې وړاندې د برطانيي درې د سکول جینکۍ لندن نه استنبول ته تللې دي او د ترکي چارواکې ویلي دغه جینکۍ شام ته لاړې دي او داعش کې شامل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG