لاس رسیدونکی لینک

څلور کاله ورسته، برطانيي ایران کې سفارتخانه بیا پرانستله


تهران کې د دستوره نه وړاندې د برطانيي خارجه وزارت ویلې وو لندن کې د ایران سفارتخانه به تهران کې برطانيي د سفارتخانې سره په یو وخت پرانستلی کیږي. د دواړو هیوادونو په سفارتخانو کې به وړمبی اعلا سفارتکار وي. سفیران به په راتلونکو څو میاشتو کې ټاکلی کیږي

برطانیه د ایران سرښار تهران کې خپله سفارتخانه د اتوار یا یکشنبې په ورځ بیا پرانستله. سفارتخانه څلور کاله وړاندې خلکو د احتجاج او په ودانۍ د یرغل ورسته تړل شوې وه.

برطانوي سفارتخانې د پرانستلو دستوره کې شرکت دپاره د هیواد خارجه وزیر فلپ هیمنډ تهران ته رسیدلې وو.

فلپ هیمنډ وویل تهران ته د هغه سفر ایران او برطانيي په تعلقاتو کې "تاریخي گړۍ" ده. د کال ٢٠٠٣ راهسې هغه د برطانيي وړمبی خارجه وزیر دی چې د ایران دوره يي وکړه.

تهران کې د دستوره نه وړاندې د برطانيي خارجه وزارت ویلې وو لندن کې د ایران سفارتخانه به تهران کې برطانيي د سفارتخانې سره په یو وخت پرانستلی کیږي. د دواړو هیوادونو په سفارتخانو کې به وړمبی اعلا سفارتکار وي. سفیران به په راتلونکو څو میاشتو کې ټاکلی کیږي.

ښاغلي هیمنډ وویل ایران کې د منځ لاري صدر حسن روحاني د منتخیب کیدو ورسته د ایران او برطانيي په تعلقاتو کې بهتري راغلې ده.

څلور کاله وړاندې ایران کې هغه وخت د برطانيي خلاف احتجاجونه راوپاریدل چې لندن د ایران د بینکونو په نظام پابندۍ ولگولې. د ایران پارلیمنټ یو قرار داد منظور کړو چې غوښتل يي چې د برطانيي سفیر ته ویستلی شي. په تهران کې د احتجاجونو په وخت مظاهره کونکې د برطانيي په سفارتخانه وروختل، د برطانيي بیرغ، ودانۍ کې میزونه او کرسۍ او د ملکه برطانيي د ١٩ صدۍ یو تصویر يي وسوزولو.

XS
SM
MD
LG