لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د برطانيې فیصلې دنړۍ د ونډو بازارونه جړقولي


JAPAN MARKETS BREXIT
JAPAN MARKETS BREXIT

د پاکستان په شمول په ایشیاېي هیوادونو کې نن د برطانې د دغه فیصلي وروستو د ونډوبازارونه د تاوان سره مخ شوی. د هانګ کانګ د ونډو بازار څلور فیصدي پریوتی او د ټوکیو سټاک مارکیټ اته فیصده ښکته پریوتو وروستو کاروبار اودرولی.

د اروپايي اتحاديې نه د برطانیې د جداکیدو تاریخي فیصلې له امله د جمعې په ورځ د ټوکیو نه تر اروپا او څه حده پورې د امریکې د ونډو په بازارونو لوی اثر شوی. په برطانیه کې د دغه هیواد پیسه (کرنسي) په ۳۰ کاله کې په لومړي ځل تر ټولو ښکته پریوتې او یورپي بینکونو ته په ریکارډ کچه تاوان رسیدلی.

د پاکستان په شمول په ایشیاېي هیوادونو کې نن د برطانې د دغه فیصلي وروستو د ونډوبازارونه د تاوان سره مخ شوي. د هانګ کانګ د ونډو بازار څلور فیصدي پریوتی او د ټوکیو سټاک مارکیټ اته فیصده ښکته پریوتو وروستو کاروبار اودرولی. د امریکې سټاک مارکیټ د سحر په مقابله کې اوس څه لږ خه شوي.

د برطانیې دغه ریفرنډم د ګڼو هیوادونو کرنسي هم د اثر لاندې راوستې او د برطانېي پاونډ د کال ۱۹۸۵ وروستو په لومړي ځل دومره غورځیدلی او دبرطانې او یورپ کمپنو په اربونو ډالره باېللي. د جاپان کرنسي ین د کال ۲۰۱۳م راهسې په اول ځل د ډالر په مقابله کې پورته شوی. او د سرو زرو بیعې په اووه کاله کې تر ټولو زیاتې بره تللی. جنوبي کوریا هم په خپل هیواد کې یوه بیړنۍ غونډه کړی چې د اقتصادي تاوان لاره اونېسي.

د برطانېې مرکزي بینک ګورنر اعلان کړی دوي به مالي مارکیټونو ته د مرستې لپاره په اربونو ډالره ورکولو ته تیار دي او داچې د ضرورت په وخت به نور ګامونه هم پورته کوي.

د برطانيې ریفرنډم په نړیوال مارکیټ تر ټولو غټ اثرات:

  1. د برطانيې پاؤنډ ۱۱ فیصده غورزیدو سره ۱.۳۲ ډالره ته راپریوتی.
  2. د لندن (ایف ټي ایس اي هنډرډ) انډیکس ۸.۷ فیصده پریوتی.
  3. سره زر ۸.۱ فیصده اوچت شوی او د یو تولی سرو زرو بیعه۱۳۵۸.۵۴ سوا شوی.
  4. د امریکې صنعتي انډیکس ۴۰۰ پواېنټونه یا نکتې پریوتی.
  5. د کراچۍ سټاک انډیکس کی ایس اي هنډرډ انډیکس ۸۴۸ پوانټونه یا ۲.۲۲ فیصده غورزیدلی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG