لاس رسیدونکی لینک

خېبر ايجنسي : دوه بمي چاؤدنو کې ۱۱ کسان وژل شوي


د خيبر ايجنسۍ د اکاخېلو په علاقو کې دوه بمي چاؤدنې شوي

په قبائلي سيمه خېبر ايجنسۍ کې په دوؤ بمي چاؤدنو کې د درې ماشومانو او يوې زنانه په گډون ۱۱ کسان وژل شوي ، او پنځه نور ژوبل شوي دي .

په قبائلي سيمه خېبر ايجنسۍ کې په دوؤ بمي چاؤدنو کې د درې ماشومانو او يوې زنانه په گډون ۱۱ کسان وژل شوي ، او پنځه نور ژوبل شوي دي .
د راپورونو ترمخه په قبائلي سيمه خېبر ايجنسۍ کې يوه بمي چاؤدنه د اکاخېلوپه تيراه او بله چاؤدنه د اکاخېلو په باړه علاقه کې شوې ده .
د سرچينو ترمخه د تيراه په اکاخېلو کې بمي چاؤدنه د درس جومات په علاقه کې د قبائلي مشرحکيم خان په حجره کې شوې ده . او په دغې پېښه کې د درې ماشومانو په گډون ۱۰ کسان مړه او درې نور ژوبل شوي دي . پېښه کې ژوبل کسان نزدې روغتون ته رسول شوي دي .
د ځينې راپورونو ترمخه د چاؤدنې په نتيجه کې درې شکمن وسله وال هم وژل شوي دي .
چارواکي وايې ، د چاؤدنې علت نه دی مالوم شوی چې چاؤدنه څنگه شوې ده .
بله بمي چاؤدنه د اکاخېلو د باړې په گوډ ملنگ علاقه کې د عبدالوهاب نومې کس په کور کې دننه شوې ده . او راپورونه وايې په دغې پېښه کې د عبدالوهاب ښځه مړه شوې او يوه ماشومه يې ژوبل شوې ده .
د سرچينو ترمخه چاؤدېدونکي مواد په کور کې دننه پراته ؤ ، او چاؤدلي دي .
XS
SM
MD
LG