لاس رسیدونکی لینک

هلمند : بمي چاؤدنه کې پينځه ملکي وگړي وژل شوي


دغه چاؤدنه نن د جمعې په ورځ د نادعلي په اولسوالۍ کې د مرجه مارکيټ په يو بازار کې شوې ده
د راپورونو ترمخه د افغانستان جنوبي ولايت هلمند کې د نادعلي په ولسوالۍ کې بمي چاؤدنه شوې چې له امله يې پينځه کسان وژل شوي او نهه نور ژوبل شوي دي .
د هلمند د گورنر وياند عمر ځواک د پېښې په اړه وئيلي ، چې دغه چاؤدنه نن د جمعې په ورځ د نادعلي په اولسوالۍ کې د مرجه مارکيټ په يو بازار کې شوې ده ، په موټر سائيکل کې بم اېښودل شوی ؤ ، او د خلکو نه ډک بازار کې په ريموټ ډزول شوی دی .
عمر ځواک پېښه کې د پينځه کسانو د وژل کېدو او نهو نورو ژوبلېدو پخلی کړی دی . نوموړي وئيلي د نادعلي په ولسوالۍ کې په دغه ځايې هره اوونۍ جمعه بازار لگي ، او چاؤدنه په دغې بازار کې شوې ده .
د راپورونو ترمخه د پېښې پړه چا په غاړه نه ده اخستې .
د خبري ادارې ای پي ترمخه مرجا مارکيټ د هلمند ولايت د مرکز لشکرگاه نه ۲۵ کلوميټره لرې پرته هغه سيمه ده ، د چرته نه چې په کال ۲۰۱۰م کې امريکايې او افغان ځواکونو طالبان ويستې ؤ ، ولې وروسته طالبان بيا دغې سيمې ته راغلي دي ، او ځايې خلک وايې دغه سيمه ۸۰ فېصده بيا طالبانو په خپله ولقه کې اخستې ده .
XS
SM
MD
LG