لاس رسیدونکی لینک

کراچۍ : پوليس افسر باندې بمي بريد کې يو کس وژل شوی


د پوليس چارواکو په وينا د پوليس افسر گاډی چې په هدف شوی ، بلټ پروف ؤ ، ځکه پوليس افسر بچ شوی دی .

د پاکستان تر ټولو ستر اقتصادي ښار کراچۍ د يو سينئر پوليس افسر په گاډي بمي بريد شوی ، چې پکې يو کس وژل شوی او اووه نور ژوبل شوي دي .

د کراچۍ د پوليس په وينا د پوليس د پلټنو د خصوصي څانگې مشر اېس اېس پي فاروق اعوان د ښار په خوندي سيمه ډيفنس فېز څلورم کې د سعودي عرب د سفارتخانې سره نزدې خپل گاډي کې سره د محافظ پوليسو روان ؤ ، چې په دغه ځايي پرې چاؤدنه وشوه . د چاؤدنې اواز د ښار تر لرې لرې اورېدل شوی دی .

د ښار د پوليس مشر اډيشنل ائي جې غلام قادر تهيبو په وينا دغه بريد داسې مالوميږي ، چې ځان مرگي بريد کوؤنکي د پوليس افسر د کاروان نه ځان تمبولی دی . نوموړي د پېښې په اړه مطبوعاتو سره خبرو کې ووئيل ، بريد کې پوليس افسر فاروق اعوان معمولي ژوبل شوی ، او هغه پېښه کې د يو کس د مړينې او ۷ نورو ژوبلېدو پخلی کړی دی .

د کراچۍ د جناح روغتون ډاکټرې سيمي جمالي په وينا روغتون ته يو مړی او اووه نور ژوبل کسان راوړل شوي ، چې پکې دوه زنانه او دوه پوليس هم شامل دي . نوموړې ووئيل ژوبلو کې د دوه کسانو روغتيايي حالت مرگونی دی .

د اډيشنل ائي جي قادر تهيبو په وينا د پوليس افسر گاډی چې په هدف شوی ، بلټ پروف ؤ ، ځکه پوليس افسر بچ شوی دی .

د سي ائي ډي پوليس اېس پي راجه عمر خطاب وئيلي ، د پوليس په کاروان بريد کې په غټه کچه بارودي مواد کارول شوي ، د پوليس افسر د خپل گاډي سره يي دوه نور گاډي هم تباه کړي ، او نزدې ودانو ته يي هم زيان اړولی دی .

د راپورونو ترمخه د پوليس افسر په کاروان د شوي بريد پړه د طالبانو جندالله نومې ډلې په سر اخستې ده . له دي وړاندې هم په کراچۍ کې د يو شمېر پېښو زمه واري دغې ډلې قبوله کړې ده .

XS
SM
MD
LG