لاس رسیدونکی لینک

پښتنو ليکوالانو او خبريالانو د بول ټي وي او عامرلیاقت حسین خلاف مظاهره کړي


پښتنو ليکوالانو، خبريالانو، د مدني ټولنې او سياسي ګوندونو غړو د پیښور پرېس کلب مخې ته د پاکستان د يو شخصي ټي وي چینل بول او ددې کوربه عامرلياقت حسین پر ضد احتجاجي مظاهره وکړه.

مظاهره چيانو د عامرلياقت غندنه وکړه چې د ټي وي په پروګرام کې يې د پښتنو د وزيرو قبيلې سپکاوی کړی دی.

مظاهره چیانو وويل عامرلياقت ډېر په بې شرمۍ يوه پیښه بهانه کړه او نیغ په نیغه يې د ټولو وزيرو سپکاوی وکړو.

د خبري رپورټونو ترمخه، عامر لیاقت حسین د عایشه گلالۍ او عمران ترمنځ راپورته شوي لانجې په اړه په ټي وي خپل پروگرام کې خبرې او د وزیرو قبیلې په اړه ځینې څرگدونې کړې وې چې ویل د سپکاوي په زمره کې راتلې.

ویل کیږي عامر لیاقت حسین په خپلو خبرو معافي غوښتي ده.

د پیښور په مظاهر کې د وزيرستان خبريال ظفر وزير ډيوه رېډيو سره خبرو کې وويل پیرنګيانو د پښتنو په حق او مخالفت دواړو کې ډېرې خبرې ليکلي خو عامرلياقت دا جرات ونه کړو چې انګرېزانو د پښتنوکومه ستاينه کړې هغه یې هم ویلی وی.

هغه وويل د تیرې څه مودې راهسې دویې ګوري چې په يوه او بله طريقه پښتنو پسې ملنډې کيږي خو دويې په دې نه دي پوهه چې اخر د هیواد د نورو قامونو په دې کې څه مقصد دی.

مظاهره کې ګډون کوونکي يو بل خبريال شیرعلي خان وويل، پیمرا په عامرلياقت او دهغه په پروګرام بندېز لګولی ؤ ځکه چې له دې وړاندې هم هغه د صحافت ټول اصول د پېښو لاندې کړي وو.

هغه زياته کړه عامرلياقت په خپلو پروګرامونو کې د خلکو بې عزتۍ کوي خو دويې نه پوهيږي چې د سندهـ هائيکورټ ولې هغه ته د پروګرام کولو اجازه ورکوي.

شیرعلي وويل ايا نن پیمرا ته او سترې محکمې ته دا نه ښکاري چې عامرلياقت د هیواد په يو لويې قام پورې ټوقې مسخرې کوي، هغه وويل احتجاج به يې ترهغې روان وي څو پورې چې د ټي وي اېنکر په خپلو خبرو بخښنه نه وي غوښتي.

مظاهره چيانو وويل چې د رياست د کمزوري کولو هڅې روانې دي په يو او بل قام پورې خنداګانې کیږي، خو رياست ځان غلی کړی دی.

نزدې يوه نيمه میاشت وړاندې د وړوکي اختر په موقع په ریاستي ټيلي ويژن (پي ټي وي) باندې پښتنو پسې سپکې خبرې شوې او بيا په ټول هېواد کې د پښتنو د احتجاجونو نه وروستو د پي ټي وي چارواکو بخښنه غوښتې وه.

خو پښتانه وايي تر څو پورې به د دويې د سپکاوي دا لړۍ روانه وي او د دې مقصد څه کېدی شي.

XS
SM
MD
LG