لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلیو وېلز کمپیوټري لوبه څه ده او ولې يې د بندیز غوښتنه کیږي؟


په پاکستان کې یوې حکومتي کمېټۍ ته ویل شوې حکومت د مذهب د سپکاوې په تور په یو ځل ۸۸ وېب پاڼې تړلې او د بلیو وېلز ان ﻻېن لوبې په استعمال يې اندېښنې څرګندې کړې او اړونده حکومتې ادارو ته يې ددې په ضد مېډېا کښې د کمپاېن چلوولو لارښونه کړیده.

په وروستیو کښې د پاکستان له بیلابیلو برخو څخه د بلېو وېلز ګواښ نومې دغه لوبې د کاروولو خبرونه مخې ته راغلې وو او د پنجاب ایالت نه دغه لوبه کوونکې ځېنې هلکان او جېنکې محصلین له تعلیمې ادارو نه ویستل شوي وه.

دغه ان لاېن لوبه کښې د نامعلومه تن لخواه لوبغاړې ته په روزانه بنیاد تر پنځوس ورځو پورې نوې هدف ېا ټاسک ورکوولې کېږې او دې کښې بیا د پاتې راتلو په سر لوبغاړې ته پخپله ځان ته د سزا ویلې شې او دې کښې اخرې سزا لوبغاړې ته د ځان د وژلو یا د خودکشې کوولو حکم وې او په بهرنیو هېوادونو کښې دغه لوبه کوونکې ځنې کسانو خپل ځان سخت ژوبل کړېدې او یا یې خپل ژوند له لاسه ورکری.

ډېوه رېډېو سره خبرو کښې د پاکستان تحریک انصاف ګوند د قامې اسمبلې د مخابراتو قاېمه کمېټې غرې داور خان کنډې وایې چه د پاکستان اړونده حکومتې اداره د بلیو ویل ېا په سوشل مېډیا دغه شان نورو علتونو د مخه نېوولو لپاره پکار صلاحېتونه نه لرې او دې زېاتوې چه په دې اړه په حکومتې کچه د یوي کوټلې تګلارې خپلوولو ضرورت دی.

په دې موقع د پاکستان ټېلې کمیونېکېشن ېا اړونده حکومتې ادارې مشر لخواه یادې کمېټې ته ویلې شوې چه د دوې ادارې د مذهب د سپکاوې په تور یو ځل اته اتېا ویب پاڼې تړلې دې او د ملزمان په ضد به اوس نوره کارواې د پلټنو مرکزې حکومتې اداره اېف اې اے کوې.

په پاکستان کښې سماجې کارمندان او ځنې سیاسې ګوندونه په حکومت باندې په سوشل مېډیا د ناجاېزه بندېزونو تورونه او د دې په شا د خپل مخالفین د زورولو تورونه لګوې او هم د واکمن مسلم لېګ نواز ګوند سره تړاو لرونکې د قامې اسمبلې د مخابراتو ېا انفارمېشن ټېکنالوجې قاېمه کمېټې زنانه غړې زهره ودود هم دا غوښتنه کوې چه حکومت ته به دا خبره ېقینې کول وې چه د سوشل مېډیا د لارې د مذهب د سپکاوې په تور څوک بې ګناه وه نه زووولې شې.

روان کال د اپریل په مېاشت کښې د مردان ولې خان پوهنتون د صحافت د څانګې طالب علم مشال خان د فېس بوک د لارې د مذهب د سپکاوې د دروغ الزام په سر د پوهنتون ګڼو محصلینو په وهلو وژلې وو او دغې پېښې د پاکستان دننه او په بهرنۍ کچه سخت غبرګون راپاررولې و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG