لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتنو په سیمو کې دریو بمي چاودنو لږ تر لږه ۳۷ کسان وژلي


د ځايي چارواکو په وېنا په چاؤدنو کې عام خلک چې سوداګانې يې کولې په نخښه شوي دي.
د ځايي چارواکو په وېنا په چاؤدنو کې عام خلک چې سوداګانې يې کولې په نخښه شوي دي.

د پاکستان قبايلي سيمې کُرمې ايجنسۍ او د بلوچستان سرښار کوټه کې نن د جمعې په ورځ دریو بیلا بیلو چاودنو کې لږ تر لږه ۳۷ پښتانه وژل شوي او په لسګونو نور ژوبل شوي دي.

د تشدد دا پیښې د مسلمانانو مقدسې میاشتې روژې په اخرې جومه (جمعته الوداع) ترسره شوي. تیره ورځ د ډیورنډ کرښې بلې خواه ته هم د پښتنو په هلمند ایالت کې په یو ځانمرګي برید کې ۲۹ کسان وژل شوي وو.

نن د روژه ماتې لږ ساعت وړاندې د کرم ایجنسۍ پاړه چنار په طوري بازار کې هغه مهال دوه چاودنې شوي چې ځايي پښتنو د اختر لپاره سوداګانو له دغه بازار ته راغلي وو او په بازار کې ګڼه ګوڼه وه.

چارواکو ويلي اول يوه وړه او بيا پسې زوروره چاؤدنه شوې او مرګ ژوبله يې اړولې ده. چاؤدنو کې ژوبل کسان د پاړه چنار هېډکوارټر روغتون ته وړل شوي، او په روغتون کې اېمرجسني په ځای کړی شوې ده.

د ځايي چارواکو په وېنا په چاؤدنو کې عام خلک چې سوداګانې يې کولې په نخښه شوي دي. امنيتي ځواکونه سيمې ته رسېدلې او علاقه يې په ګېره کې اخستې ده.

د پېښې زمه واري لا چا نه قبوله کړې.

د کُرمې ايجنسۍ مرکز پاړه چنار له دې وړاندې هم د دغه ډول بمي چاؤدنو ښکار شوی دی. د کُرمې ايجنسۍ د چاؤدنو په اړه نور مالومات مخې ته راروان دي.

هم نن د جمعې په ورځ د پاکستان بلوچستان صوبې مرکز کوټه کې يو ځانمرګي بريد کې ۱۳ کسان وژل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG