لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلاول: د ترهګرو یاران غدارن دي


بلاول بھٹو زرداري
بلاول بھٹو زرداري
د پاکستان پیپلز پارټۍ مشر بلاول بهټو زرداري د خپلې وژل شوې مور او پخوانۍ وزیر اعظمې بی نظیر بهټو په شپږمه کلیزه اولس ته وینا کې د ترهګرو پر ضد د جهاد اعلان کړیدی.
د سند صوبې په ګړهي خدا بخش کې د خپلې مور او نیکه د قبرونو خوا ته یوې غټې جلسې ته بلاول بهټو زرداري په سیاسي مخالفینو سخت ټکونه کړي. تحریک انصاف او مسلم لیګ ته يې د خلکو د نعرو تر څنګ وېلي: ” دہشت گردوں کے جو یار ہے – غدار ہیں غدار ہیں“
د بلاول بهټو د تود تقریر په اړه د پاکستان د انګریزۍ اخبار ډان لیکلي: ” بلاول د سیاسي ژوند شورو د طالبانو پر ضد د جګړی د اعلان نه کړی“
طالبانو سره د خبرو په اړه نوموړي سخت شرطونه ایښودي، په هغو کې یو د طالبانو نه دا غوښتنه ده چې وسلې کیږدي. بله په ترهګرۍ کې د وژل شوو خلکو خپلو خپلوانو ته پېسې ورکول، او بله ېي د لږکیو (اقلیتي) ډلو لپاره احترام هم غوښتې.
د بلاول په تقریر په پاکستان کې د بشري حقونو د څار د اداری مشر علي حسن دایان په خپل یو ټویټ کې لیکلي چې بلاول بهټو زرداري د ترهګرۍ پرضد داسې حوصله ښودلې چې بل کوم پاکستاني سیاست مدار تر اوسه نه ده ښودلې.
بلاول بهټو زرداري په عمران خان ، د هغه په ګوند او سیاست سختې نیوکې کړي. نوموړي یو ځل بیا عمران خان ته ”بزدل خان“ ويلې. بلاول وېلي په څلورو لوټو کې د ابو اچولو نه سمندري طوفان ” سونامي “ نه جوړیږي.
نوموړي زیاته کړې چې ترهګري په لانګ مارچونو نه ختمیږي. د عمران خان سیاست ته په اشاره کې هغه اوېیل ” دا د ماشومانو د کرکټ لوبه نه ده چې د جادو په بېټ به حل شي“.
د بی نظیر بهټو په شپږمه کلیزه بلاول بهټو په پاکستاني اسټبلشمنټ او عدلیې هم نیوکې کړې. د پاکستان د انګریزۍ یوې بلې ورځپاڼی ټریبیون په یو سر خط کې د بلاول بهټو دغه نیوکې ته په لومړۍ پاڼه ځاېی ورکړی. هغه واېي : ” په عدلیه او اسټبلشمنټ کې ځینو کسانو د ۱۱می مۍ په انتخابونو کې د پیپلز پارټۍ پر ضد سازش کړی“
جلسې ته پخواني صدر آصف علي زرداري هم وینا کړې. نوموړي وېلي نواز شریف په یوازی سر حکومت نه شي کولې او زیاته کړې ېي ده په پاکستان کې اقتدار تل اوړي راوړي.
د پاکستان پخوانۍ وزیر اعظمه او د پیپلز پارټۍ مشره بی نظیر بهټو شپږ کاله وړاندی په ۲۷ دسمبر د پنډۍ ښار په لیاقت باغ کې وژل شوی وه. د نوموړی په وژل کی پخوانې صدر جنرال پرویز مشرف تورن ګرځول شوې وو. خو عدالت سخ کال پخوانې جنرال پدغه مقدمه کې بري ګرځولی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG