لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بېگم نسيم ولي خان وايي، کراچۍ ته يي د باچاخان د امن پېغام راوړی


بېگم نسيم ولي خان نن د کراچۍ پرېس کلب کې خبريالانو سره هم خبرې اترې کړي دي .
بېگم نسيم ولي خان نن د کراچۍ پرېس کلب کې خبريالانو سره هم خبرې اترې کړي دي .

د عوامي نيشنل پارټۍ ولي مشره بېگم نسيم ولي خان وايي ، کراچۍ ته يې د باچاخان د عدم تشدد فلسفه او د امن پېغام راوړی ، او په دغې ښار کې د خپلې پارټۍ تنظيم سازي کول غواړي .

بېگم نسيم ولي خان د خالي په ورځ د کراچۍ په سفر رسېدلې ده ، او د کراچۍ په هوايي ډگر يې وايس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې ووئيل ، زه غواړم چې په دغې ښار کې امن راشي .

" زه د کراچۍ ته د امن په مشن راغلې يم ، د باچاخان بابا د عدم تشدد فلسفه مې راوړې ، چې په کراچۍ کې دا کوم حالات دي ، هره ورځ مړي کيږي په بوجو کې مړي موندل کيږي ، زه د دې ټولو د نفي دپاره راغلي يم او د باچاخان د امن پېغام مې رواړلی دی " .

نسيم ولي خان ووئيل کراچۍ ته د راتگ يو مقصد مې دا دی ، چې دلته د عوامي نيشنل پارټۍ ولي تنظيم سازي وکړم ، چې دلته تنظيم جوړ کړم او خپلې سياسي هلې ځلې پېل کړو .

" چې تنظيم مې نه وي نو بيا خو زه هيڅ نشم کولی ، چې زما تنظم وي نو هغه به بيا د امن خبره کوي ، زه خو دلته مستقل نه شم پاتې کېدی زه خو بيا لاړه شم دويي ته به د امن پېغام پرېږدم ، چې ټوله کراچۍ کې وگرځئ او امن او د باچاخان بابا د عدم تشدد پېغام هر چاته ورسوئ " .

کراچۍ ته په رارسېدو په هوايي ډگر د نسيم ولي خان هرکلي ته گڼ شمېر کسان راجمع شوي وو چې پکې د پارټۍ مرکزي جنرل سيکرټري اورنگزېب کاسي هم موجود ؤ .

نوموړي ووئيل په مرکزي سطح ، د صوبه خېبرپښتونخوا او بلوچستان په کچه يې د پارټۍ د تنظيم سازۍ کار سرته رسولی دی ، او دغې کار له کراچۍ ته راغلي يو .

کاسي زياته کړه په کراچۍ کې پښتنو ته يو شمېر ستونځې راپېښې دي ، نو په دغې لړ کې به بېگم نسيم ولي خان د مختلفو سياسي گوندونو سره ليده کاته کوي ، ځکه چې په کراچۍ کې د پښتنو د چا سره زړه بداوی نشتی خو نوموړي دا څرگنده نه کړه چې د کومو ډلو سره به ويني .

بېگم نسيم ولي خان نن د کراچۍ پرېس کلب کې خبريالانو سره هم خبرې اترې کړي دي .

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG