لاس رسیدونکی لینک

په سپین کې د هیواد یو والي لپاره لاریونونه شوي


د سپین پولیس وايي د اتوار په ورځ په بارسلونا ښار کې په زرګونو خلکو د سپین یوالي په حق کې لاریون ویستی. د کاتالونیا په سرښار کې هم ګڼ شمیر مظاهرچیانو د سپین د حکومت لخوا د کاتالونیا د کابېنې ماتولو په حق او دسپين د ماتیدو پرضد لاریونونه ویستي.

د کاتالونیا لری کړی شوي مشر کارلوس پوېګمانټ د سپین حکومت لخواد کاتالونیا پارلیمان ماتولو او د دغه سیمې کنټرول ترلاسه کولو وروستو د پرامنه جمهوري مخالفت کولو اعلان کړی دی.

د وړاندې نه ریکارډ شوي یو پيغام کې ښاغلي پویګمانټ ویلي هغه به د خپلې سیمې د ازادۍ لپاره کار کوي او وړاندې يې ویلي ٫٫ یواځې د کاتالان حکومت دا واک اختیار لري چې پارلیمان مات یا تحلیل کړي.٬٬

د جمعې په ورځ د کاتالونیا د پارلیمان لخوا د سپین نه د ازادۍ په حق کې رایو وروستو د سپین وزیراعظم ماریانو د دغه سېمې پارلیمان ماتولو اعلان کړی وو.

د پارلیمان د تحلیل یا ماتولو سره سره د سپین وزیراعظم ماریانو په کاتالان کې د دسمبر په ۲۱مه نېټه د انتخاباتو اعلان هم کړی او د دغه سېمې د پولیسو مشران يې د خپلو څوکیو لرې کړي.

د سپین د حکومت یو ویاند ویلي د پویګمانټ او د کاتالونیا نور مشران به په دسمبر کې کیدونکي انتخاباتو کې برخه اخستو اجازه ورکوي. دغه ویاند ويلي ٫٫ مونږ په قانوني او ازادو انتخاباتو د کاتالان اولس له موقع ورکوو، د ریفرنډم په لار نه کوم چې هیڅ قانوني حیثیت نه لري.٬٬ هغه وړاندې ویلي ٫٫ دا لار ده چې د کاتالان خلکو ته اوېل شي که تاسو رايې ورکول غواړۍ نو دغه حق لرۍ، دغه کار د قانون سره سم او په ازاده توګه وکړئ.٬٬

د سپین مرکزي حکومت د وړاندې نه د کاتالانیه دوه بیلتون غوښتونکې مشران بندي کړي او د هغه سرکاري چارواکو پرضد يې قضېې پیل کړي چا چې د خپلواکۍ لپاره شوي ریفرنډم کې سرکاري وساېل کارولي وو. د کاتالونیا مشر کارلوس باندې هم د غدارۍ په تور ۲۵ کاله بند یا قید سزا کیدی شي.

د بېلجیم د کډاوالو او پناه غوښتلو وزارت ویلي هیواد يې د کاتالونیا مشر ته د سیاسي پناه وړاندیز کوي. د دغه وزارت لخوا په فیس بک او ټویټر په یو پیغام کې ویل شوي چې د سیاسي پناه غوښتو ازاد چارواکي به د دغې خبرې اخرۍ فیصله کوي.

ښاغلي پویګمانټ ویلي هغه به د خپلې سیمې د ازادۍ لپاره کار کوي
ښاغلي پویګمانټ ویلي هغه به د خپلې سیمې د ازادۍ لپاره کار کوي

نړیوال غبرګون:

د اروپايي ټولنې لخوا ډي ویګو ویلي ٫٫ مونږ په دغه سیمه کې څه نوې قامپرستي نه غواړو٬٬ هغه زیاته کړې تر اوسه پورې یو هم بهرني هیواد د کاتالونیا ازادي نه ده منلې. دی وړاندې وايي مونږ ته معلومه ده چې په اروپا کې د قامپرستې تاریخ څه دی. نو زما په فکر دا یو مثبت غبرګون دی.٬٬

د ملګرو ملتونو ویاند په ټولو خواو غږ کړی چې د سپين د اېين لاندي دې ددغه ستونزې څه هل رااوباسي.

د اروپايي اتحاد د کونسل مشر ډانلډ ټسک څوک چې د سپین د دریځ حمایت کوي په ټویټر په خپل یو پیغام کې ویلي ٫٫ د سپین حکومت د بحث یا خبرو اترو په طاقت یقین لري،نه چې د طاقت په بحث٬٬.

د اروپايي اتحاد صدر جین کلاډ بیا ویلي په اروپا کې د نورو ماتیدو ځاې نشته. ناټو چې سپین يې غړی هیواد دی په خپل یو بیان کې ویلي ٫٫ د کاتالونیا مسله د سپین کورنۍ مسله ده. او د دغې حل د سپین د اېين او قانون لاندې پکار دی. ٬٬

په دغه سیمه کې ګاونډي هیوادونه د کاتالان د مرستې نه په ډډه ښکاري. د سپین حکومت چې ورسره د امریکا د حکومت مرستې هم ورسره دي غواړي چې خپل هیواد متحد اوساتي . د امریکاد خارجه دفتر ویاندې هیتر ناورټ په یو بیان کې ویلي ٫٫ امریکا د سپین د حکومت د هغه اېیني ګامونو مرسته کويچې غواړي خپل هیواد یو ځاې وساتي.٬٬

د روس لاس وهنه:

د کاتالان د ازادۍ لږې ډیرې مرستې ښکاري د روس لخواراغلي وي، روس وړاندې د کاتالان د بیلتون غوښتونکو مرسته د امریکا او اروپايي هیوادنو لخوا د کوسو د ازادۍ په ځواب کې کوله.

د روس صدر ولادي میر پوتن تیره اونې په سوچي کې یوې نړیوالې غونډې ته ویلي وو ٫٫ د کوسوو د ازادۍ مرستې کولو سره د سپین شان هیوادونو یو ځاې پاتې کیدل په خطر کې اچولي.٬٬

سپین یو پخواني ډپلومیټ وي او ای ته ویلي په دې خبره کې څه شک نشته چې پوتن به د سپين په ماتیدو کې خوښي نه لري.

XS
SM
MD
LG