لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنگله دېش کې د پاکستان خلاف مظاهرې شوي دي


د بنگله دېش په پايه تحت ډهاکه کې مظاهره چيانو د پاکستان د هائې کمېشن د دفتر مخې ته مظاهرې کړي دي
د بنگله دېش په پايه تحت ډهاکه کې مظاهره چيانو د پاکستان د هائې کمېشن د دفتر مخې ته مظاهرې کړي دي

بنگله ېش کې د پاکستان په ضد پرله پسې د شورو او زيارت په ورځ مظاهرې شوي دي . بنگله دېش کې وروستو له هغې د پاکستان خلاف مظاهرې پېل شوي دي . چې د گل په ورځ د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې بنگله دېش کې د جماعت اسلامي د يو مشر عبدالقادر ملا د تيزندۍ په ضد قرارداد منظور کړی شوی ؤ . ع


بنگله ېش کې د پاکستان په ضد پرله پسې د شورو او زيارت په ورځ مظاهرې شوي دي . د راپورونو ترمخه د بنگله دېش په پايه تحت ډهاکه کې مظاهره چيانو د پاکستان د هائې کمېشن د دفتر مخې ته مظاهرې کړي دي ، د پاکستان په ضد يې نعرې وهلي او د هائې کمېشن مخې ته لگېدلی د پاکستان بېرغ يې هم سوزولی دی .
مظاهره چيانو د پاکستان په هائې کمېشن د ورتلو هڅه کړی ده ، او د حکومت نه يې غوښتنه کړې چې پاکستان سره دې هر قيسمه سفارتي تعلقات ختم کړي . د راپورونو ترمخه د پاکستان په ضد مظاهرې په چټاکانگ ښار کې هم شوي دي .
د پاکستان دفتر خارجه بنگله دېش کې د قومي بېرغ سوزېدل غندلي دي ، او د بنگله دېش د حکومت نه يې غوښتنه کړې . چې پاکستاني سفارتکارو ته پوره تحفظ ورکړي .
بنگله دېش کې وروستو له هغې د پاکستان خلاف مظاهرې پېل شوي دي . چې د گل په ورځ د پاکستان په قومي اسمبلۍ کې بنگله دېش کې د جماعت اسلامي د يو مشر عبدالقادر ملا د تيزندۍ په ضد قرارداد منظور کړی شوی ؤ .
عبدالقادر ملا د تېر زيارت په ورځ بنگله دېش کې تيزندي کړی شوی ؤ . د بنگله دېش د جرمونو عدالت عبدالقادر ملا د سلگونو خلکو په وژنه مجرم گرځولی ؤ ، او هغه يې په کال ۱۹۷۱م کې د پاکستان نه د بنگله دېش د ازادۍ په جنگ کې د جرمونو سزا وار گرځولی ؤ ، او د تېر زيارت په ورځ يې ورته د تيزندۍ سزا ورکړه .
په قومي اسمبلۍ کې د قرار داد منظورېدو وروستو د نهې په ورځ د بنگله دېش حکومت ډهاکه کې د پاکستان هائې کمشنرغوښتی ؤ ، او د قرارداد په سر يې ورته احتجاج ريکارډ کړی ؤ . د بنگله دېش د خارجه وزارت لخوا د پاکستان قرارداد غېرضروري گرځول شوی ؤ .
د راپورونو ترمخه د بنگله دېش وزيراعظمې شېخ حسينه واجد هم د شورو په ورځ وئيلي وو . پاکستان کې د عبدالقادر ملا د تيزندۍ په ضد د قرارداد نه دا خبره په ډاگه شوه ، چې پاکستان تراوسه ازاد بنگله دېش نه دی تسليم کړی .
نوموړې وئيلي وو بنگله دېش کې وس هم د پاکستان پلويان شتون لري ، خو د پاکستان د ملگرو دپاره بنگله دېش کې هيڅ ځائې نشتی . حسينه واجد زياته کړی وه ، چې څوک د پاکستان ملگرتيا کوي هغه سره به د عبدالقادر ملا په رنگ عمل کولی شي .
بنگله دېش کې د جماعت اسلامي د مشر د تيزندۍ په ضد د تشدد څخه ډکې احتجاجي مظاهرې شوې وې . او په دغو مظاهرو کې د پوليس او مظاهره چيانو ترمينځ د نښتو په مهال د مرگ ژوبلو پېښې هم مخې ته راغلې وې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG