لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنگله دیش عدالت د جماعت اسلامي مشر ته د مرگ سزا اورولې


د جماعت اسلامي مشر مطیع الرحمان نظامي
د جماعت اسلامي مشر مطیع الرحمان نظامي

بنگله دیش کې یو خصوصي عدالت د جماعت اسلامي مشر مطیع الرحمان نظامي ته جنگي جرمونو په تور کې د مرگ سزا اورولې ده.

عدالت خپله فیصله کې نظامي کال ١٩٧١ کې د بنگله دیش پاکستان نه د ازادۍ د جنگ په وخت د بنگله دیش په سلگونو استازانو، خبریالانو، کارپوهانو، ډاکټرانو او انجینیرانو په وژنه تورن کړی.

سرکاري وکیلانو بنگله دیش سرښار ډهاکه کې مطبوعاتو ته ویلي د جماعت اسلامي د مشر د مرگ سزا یوه تاریخي فیصله ده. سرکاري وکیلانو د مقدمې دلیلونو په وخت عدالت ته دا خبره ثابته کړې چې کال ١٩٧١ کې نظامي د هغه وخت د جماعت اسلامی ډلې طالباعلمانو څانگه یوه وسله واله ډله جوړه کړه. دغه ډلې ته يي البدر نوم ورکړو او د پاکستان د پوځ په ملگرتیه کې به يي د بنگالیانو د سر خلک وژل. وکیلانو په خپلو خبرو کې عدالت ته دا هم ویلي چې د بشر وژنې مقصد دا وو چې د بنگله دیش خلک په ذهني توگه مفلوج کړي.

د بنگله دیش مطبوعاتو او نړي والو خبري ادارو په خپلو تجزیو کې ویلي دي چې ددې فیصلې د بنگله دیش ټول قام ته انِتظار وو. یوه برطانوي خبري اداره خپل یو رپورټ کې وايي د بنگله دیش قام د جماعت اسلامي لخوا د هیواد د سر خلکو وژنو ورسته ډیر غمژن وو او د انصاف په انتظار وو.

د وزیراعظمې شیخ حسینه واجد په حکومت کې کال ٢٠١٠ کې خصوصي عدالتونه جوړ کړی شو چې پکې تر اوسه پورې شا او خوا ١٢ سیاسي مشرانو ته هم په دغه رنگ تورنو کې سزاگانې ورکړی شوي دي.

جماعت اسلامي او نورې حکومت مخالف ډلې د جنگې جرمونو په سر د اورول شوو سزاگانو غندنه کوي او دا سیاسي انتقام گرځوي. د جماعت اسلامي پلویانو د گوند مشرانو ته د سزاگانو خلاف احتجاجونه هم کړې دي.

د کال ١٩٧١ د بنگله دیش د ازادۍ جنگ هغه وخت پیل شو کله چې د پاکستان د نیمې نه زیاتې ابادۍ په شرقي برخه کې د خپلو سیاسي حقونو لپاره یو تحریک پیل کړو او د غربي پاکستان پوځ لخوا د وسلې په زور د دوي دباولو ورسته دغه غورځنگ د خانه جنگۍ شکل اختیار کړو.

د لسیزو محرومو ورسته د بنگله دیش سیاسي مشر شیخ مجیب الرحمان هغه نعره ډیره مشهوره شوه چې د اسلام ابآد د سړکونو نه ورته د بنگال د سڼو بوي ورځي.

پاکستان کې وړو صوبو ته د حقونو نه ملاویدو په مبارزه کې اوس هم په پارلیمان او مطبوعاتو کې د بنگال د بیلیدو مثالونه ورکړی کیږي او پوهان وايي که چرې په قامي فیصلو د پنجاب صوبې او د پوځ اجاره اداري ختمه نشوه نو د بنگال په رنگ صورتحال بیا هم رامېنځته کیدی شي.

څیړونکې وايي پاکستان کې جماعت اسلامي او نورې یو شمیر ډلې اوس هم د ریاست دغه رول په نورو څیرو کې ترسره کوي. په بلوچستان، فاټا او افغانستان کې د پاکستان د سکیورټي اسټیبلشمنټ لپاره هم دغه رنگ ډلې یو شمیر اهداف ترسره کوي.

د بنگله دیش حکومتي چارواکې وايي پاکستان نه د ازادۍ په جنگ کې د پاکستان پوځ درې میلنه خلک وژلې دي او په زرگونو زنانه ؤ سره يي جنسي زیاتی کړی. پاکستان د بنگالیانو د وژنې دا شمیره کمه ښائي او پاکستان پوځ بنگله دیش کې د قتل عام او د جنسۍ زیاتو تورونه ردوي او په سرکاري کچه پاکستان کې د بنگله دیش د ازادۍ ورځ د سقوط ډاکه په نوم نمانځلی کیږي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG