لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنگله دیش په خپله خاوره داعش د موجودگۍ دعوه ردوي


تیرکال د دسمبر په میاشت کې د احمدي ټولنې په جومات د ځانمرگي حملې ورسته عکس
تیرکال د دسمبر په میاشت کې د احمدي ټولنې په جومات د ځانمرگي حملې ورسته عکس

په شام او عراق کې فعاله وسله واله ډله داعش وايي په بنگله دیش کې يي نوی محاذ پرانستلی دی او د مقامي وسله والو دلارې به زر په هندوستان او میانمار کې په حملو لاس پورې کړي خو د بنگله دیش حکومت د هیواد په خاوره داعش د موجودگۍ دعوه رد کړې ده.

شیخ ابو ابراهیم الحنیف چې داعش يي د بنگله دیش دپاره د خپلې څانگې د مشر په توگه پیژندلو کړې ده د دابق په نوم په انټرنیټ د ډلې په مجله کې په چاپ شوي مرکه کې وايي "خلافت" دپاره په بنگله دیش کې مسلمانانو د برتۍ کوښښونه تند کړی شوي دي او ډیر خلک د ډلې په صفونو کې شامل شوي دي.

"بنگال د خپل جغرافیائي موقیت په وجه د خلافت او د نړي وال جهاد دپاره ډیره اهمه سیمه ده...په بنگال کې مظبوط مرکز به په هندوستان کې دننه په چرکي حملو کې اسانتیا پیدا کړي...او په برما کې جهاد دپاره بنگال پائیدان دی،" حفیف وویل.

حنیف وویل په بنگله ژبه کې د سماجي رابطو په ویب پاڼو باندې د خپل مهم د لارې داعش د تنظیم سازۍ او خلکو د برتۍ کامیاب کوښښونه سر ته رسولې دي.

داعش د دعوو برعکس، بنگله دیش د کورنیو چارو وزیر اسدالزمان خان کمال ویلي داعش یوازې پروپیگینډه کوي.

د جمعې په ورځ مطبوعاتو ته خپل بیان کې ښاغلي کمال وویل داعش په بنگله دیش کې خپل پښې کښیودل غواړي خو وار خطا شوي ده. "دا بیان ( دداعش) جعلي دی ځکه چې ډله په بنگله دیش کې وجود نه لري،" اسدالزمان خان کمال وویل.

داعش په بنگله دیش په تشدد کې د ککړتیا ذمه واري په غاړه اخیستې ده. تیر کال د سپټمبر او نومبر په میاشتو کې د اټلی یو شهري، یو د چاپان زرعي ماهر او دریو شیعه مسلک خلکو د وژنې پړه داعش منلې ده. سږ کال د فرورۍ په میاشت کې داعش د یو هندو مذهبي مشر د قتل ذمه واري هم قبوله کړې ده.

داعش د دعوو پرته حکومتي مامورین د تشدد پړه په سیاسي مخالفینو اچوي او څیړونکې په بنگله دیش کې د ډلې د موجودگۍ دعوه ردوي. ماهرین وايي داعش دا وخت خپله توجه په غربي نړۍ کې د خپلو زیلو خورولو ته ورکړې ده خو لا يي شرقي هیوادونو ته پام نه دی اړولی.

یادگیرنه! دا خبر د وي او ای خبریال معاذ حسین د نوي دلې نه رالیږلی دی

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG