لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنگله دېش : د جماعت اسلامي يو مشرته د تېزندۍ ورکولو امر شوی


ملا عبدالقادر ته د عدالت لخوا وړاندې د عمر قېد سزا اورول شوې وه ، او د دغې سزا په ضد د جماعت اسلامي لخوا په گرد بنگله دېش کې مظاهرې شوې وې
ملا عبدالقادر ته د عدالت لخوا وړاندې د عمر قېد سزا اورول شوې وه ، او د دغې سزا په ضد د جماعت اسلامي لخوا په گرد بنگله دېش کې مظاهرې شوې وې

د بنگله دېش د نړېواله جرمونو عدالت د اتوار په ورځ امر جاري کړی دی . چې د جماعت اسلامي مشر ملا عبدالقادر په ۱۹۷۱م کې بنگله دېش کې په جنگي جرمونو کې ککړ او د سلگونو خلکو د وژنې مجرم گرځول شوی دی ، هغه ته دې تېزندي ورکړی شي .


د بنگه دېش يو عدالت د اتوار په ورځ د جېل چارواکو ته امر کړی دی . چې د جماعت اسلامي مشر ملا عبدالقادر ته دې تېزندي ورکړی شي . ملا عبدالقادر ته څو مياشتې وړاندې د عمر قېد سزا ورکولو امر شوی وو.
د بنگه دېش يو عدالت د اتوار په ورځ امر جاري کړی دی . چې د جماعت اسلامي مشر ملا عبدالقادر په ۱۹۷۱م کې بنگله دېش کې په جنگي جرمونو کې ککړ او د سلگونو خلکو د وژنې مجرم گرځول شوی دی ، هغه ته دې تېزندي ورکړی شي .
د راپورونو ترمخه د عدالت لخوا د تېزندۍ د امر وروسته ملا عبدالقادر څه وخت هم د پانسۍ په تخته خېژولی شي .
او د تېزندۍ د سزا د بخښنې واک د بنگله دېش د صدر عبدالحامد سره دی . د صدر او سترې محکمې لخوا په پرېکړه د نظرثانۍ له کبله تېزندي ودرېدی شي .
پراسيکيوټرزېدالمعلم خبري ادارې اې اېف پي ته وئيلي ، چې وس به د جېل چارواکي د قاعدې ترمخه ملاعبدالقادر تېزندي کوي .
دغه رنگ د بنگله دېش د قانون مرستيال وزيرقمر السلام وئيلي ، تېزندي به زر ورکولی شي . خو نوموړي کوم وخت نه دی ښودلی .
د راپورونو ترمخه ملا عبدالقادر د جنسې زياتي او ۳۵۰ بنگاليانو د وژنې په تور کې مجرم گرځول شوی وو . پراسيکيوټر نوموړي ته د ميرپور د قصاب نوم ورکړی وو ، ميرپور د ډهاکه ښار لرې پرته سيمه ده . او ملا په مبينه توگه په دغه علاقه کې ظلمونه کړي وو.
د راپورونو ترمخه ملا عبدالقادر د ټولو جرمونو د صحت څخه انکار کړی دی .
د عبدالقادر د صفائۍ وکيل تاج السلام وئيلي ستره محکمه د دغه پرېکړي بيا جائزه اخېستی شي . خو پراسيکيوټر او د قانون وزير د صفائۍ د وکيل د خبرې سره اتفاق نه کوي .
ملا قادر ته د عدالت لخوا وړاندې د عمر قېد سزا اورول شوې وه ، او د دغې سزا په ضد د جماعت اسلامي لخوا په گرد بنگله دېش کې مظاهرې شوې وې .
د راپورونو ترمخه ملا ته د وسنۍ سزا د امر جاري کېدو وروستو هم په بنگله دېش کې د مظاهرو او بدامنۍ د يوې نوې لړۍ پېل کېدو ويره ده .
په کال ۱۹۷۱م کې د پاکستان نه د بنگله دېش د ازادۍ په وخت د جماعت اسلامي او نورو ډلو په يو شمېر مشرانو د جنگي جرمونو تورونه لگول شوي . او په دې خبره ورته د بنگه دېش د خصوصي عدالت لخوا د عمر قېد او تېزندۍ سزاگانې اورول شوي دي .
د بنگله دېش حکومت لخوا په کال ۲۰۱۰م کې خصوصې ټرائيبونل جوړ کړی شوی وو . او دغه عدالت په ۱۹۷۱م کې د بنگله دېش د ازادۍ په مهال د پاکستان د پوځ سره د مرستې او ظلمونو ترڅنگ د جنگي جرمونو د مقدمو اورېدنه کوي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG