لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنگله دیش کې د انتخاباتو په موقع ٧ کسان مړه شوي


د حزب اختلاف بنگله دیش نیشنل پارټۍ په خپلو پلویانو په کور کښېناستو او ووټونو کې د برخه نه اخستلو غږ کړی وو او انتخابات يي یوه ټوکه گرځولې ده
د حزب اختلاف بنگله دیش نیشنل پارټۍ په خپلو پلویانو په کور کښېناستو او ووټونو کې د برخه نه اخستلو غږ کړی وو او انتخابات يي یوه ټوکه گرځولې ده

بنگله دیش کې د پارلیمنټ د انتخاب د پاره د اتوار په ورځ ووټونه ختم شوي دي خو د انتخاباتو په موقع د هیواد په مختلفو برخو کې د تشدد په نتیجه کې اووه کسان مړه شوي دي.
د چارواکو د وینا ترمخه، د ووټونو په موقع شوي تشدد کې لږ تر لږه اووه کسانو ژوند د لاسه ورکړی دی او ١٢٠ پولنگ سټیشنو ته اور لگول شوی دی.
د ډهاکه ټریبیون ورځپاني د یو رپورټ ترمخه تهاکرگان ضلع کې یو پولنگ افسر د وهل کیدو له امله مړ شوی دی.
د انتخاباتو وړاندې په زرگونو عسکر د هیواد په گوټ گوټ کې پرځائې کړی شوي وو خو ددې پرته هم د تشدد مخه ونه نیول شوه.
د حزب اختلاف بنگله دیش نیشنل پارټۍ په خپلو پلویانو په کور کښېناستو او ووټونو کې د برخه نه اخستلو غږ کړی وو او انتخابات يي یوه ټوکه گرځولې ده.
د حزب اختلاف د بائیکاټ په نتیجه کې واک من عوامي لیگ د پارلیمنټ د نیمې نه زیاتې چوکۍ بغیر د څه مقابلې گټلې دي.ټ
نړي والې مبصرینو د انتخاباتو د څارنې د پاره خپل نمائندگان بنگله دیش ته د لیږلو نه ډډه کړې وه.
د حزب اختلاف مشرې او پخوانۍ ویزاعظمې خالده ضیا د موجوده وزیراعظمې شیخ حسینه واجد نه د واک پریښودو او د عبوري حکومت د انتظام د لاندې د انتخاباتو غوښتنه کړې وه. خو شیخ حسینه واجد دغه غوښتنه کړې ده. هغه وايي د انتخاباتو د روایتي طریقه کار په نتیجه کې هیواد کې سیاسی اړی گړی پیدا شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG