لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنگله ديش : د تشدد څخه ډکو مظاهرو کې اته کسان وژل شوي


د بنگله ديش د پوليس چارواکو په وينا د زيارت د ورځې راسې د هېواد په مختلفو برخو کې د تشدد څخه ډکې مظاهرې روانې دي
د بنگله ديش د پوليس چارواکو په وينا د زيارت د ورځې راسې د هېواد په مختلفو برخو کې د تشدد څخه ډکې مظاهرې روانې دي

د جماعت اسلامي مشر عبدالقادر ملا ته د زيارت په ورځ بنگله ديش کې په ۱۹۷۱م کې په جنگي جرمونو کې د ککړتيا په سر تيزندي ورکړل شوې وه . او جماعت اسلامي د هغه د تيزندۍ په ضد د اتوار په ورځ گرد هېواد کې د کاربنديز او احتجاجي مظاهرو اعلان کړی وو .


بنگله ديش کې د جماعت اسلامي د مشر عبدالقادر ملا د تيزندۍ په ضد د تشدد نه ډکې مظاهرې روانې دي . د راپورونو ترمخه د قهرژنو مظاهرچيانو او پوليس ترمينځه نښتو کې لږ تر لږه اته کسان وژل شوي دي .
د جماعت اسلامي مشر عبدالقادر ملا ته د زيارت په ورځ بنگله ديش کې په ۱۹۷۱م کې په جنگي جرمونو کې د ککړتيا په سر تيزندي ورکړل شوې وه . او جماعت اسلامي د هغه د تيزندۍ په ضد د اتوار په ورځ گرد هېواد کې د کاربنديز او احتجاجي مظاهرو اعلان کړی وو .
د بنگله ديش د پوليس چارواکو په وينا د زيارت د ورځې راسې د هېواد په مختلفو برخو کې د تشدد څخه ډکې مظاهرې روانې دي . مظاهره چيانو سرکارې املاکو ته اورونه اچولي او پوليس سره يې نښتې هم شوي دي .
د راپورونو ترمخه مظاهره چيانو د حکومتي واکمنه گوند عوامي ليگ په پلويانو او هندو اقليتونو باندې حملې هم کړي دي . وئيل کيږي د واکمنه گوند غړو او ځينې نورو خلکو د عبدالقادر ملا په تيزندۍ خوشحالۍ کړې وې . او دا يې ښه گام بللی وو .
بنگله ديش کې د مظاهرو په مهال د امنيت کلک گامونه پورته کړی شوي دي . خو د جماعت اسلامي پلويان په لويه شمېره کې په سړکونو راوتي ، ټائرونو ته يې اورونه اچولي او سرکاري املاکو ته زيان رسولی دی .
عبدالقادر ملا ته د بنگله ديش يو خصوصي عدالت په ۱۹۷۱م کې د پاکستان نه د ازادۍ په جنگ کې د جنگي جرمونو په تور کې د عمر قېد سزا اورلې وه . خو وروستو بيا دغه سزا په تيزندۍ کې بدله کړی شوه .
د بنگله ديش حکومت وايې کال ۱۹۷۱م کې د پاکستان د ازادۍ په جنگ کې بنگله ديش کې درې ملينه خلک وژل شوي وو .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG