لاس رسیدونکی لینک

هرنايي کې شپږ امنیتي عسکر وژل شوي دي


تیره هفته په کوټه کې په پوځي ټرک ځانمرگي حمله کې ١٥ کسان وژل شوي چې اته پکې عسکر وو

د بلوچستان په هرنايي سیمه کې وسله والو د امنیتي ځواکونو په گاډي حمله کړې ده او شپږ عسکر يي وژلي دي.

په هرنايي کې په ځواکونو حمله په داسې حال شوي ده چې پاکستان کې د څوارلسم اگست په مناسبت د هیواد د ازادۍ ورځ نمانځل کیده.

په بلوچستان کې د تیرې څه مودې راهسې د امنیت وضع کړکیچنه ده.

تیره هفته په کوټه کې په پوځي ټرک ځانمرگي حمله کې ١٥ کسان وژل شوي چې اته پکې عسکر وو.

د پاکستان وزیراعظم شاهد خاقان عباسي په هرنايي کې په عسکرو د حملې غندنه وکړه. هغه وویل په داسې حال کې چې قام د ازادۍ ورځ نمانځله داسې قسمه حملې د عسکرو حوصلې نشې کمزوري کولی.

په سمدستي توگه د هرنايي د حملې پړه کومې مسلح ډلې په غاړه نه ده اخیستې.

حکومتي مامورین په بلوچستان کې د تشدد ذمه واري په بیلتون خوښو بلوڅ وسله والو ډلو اچوي خو په ورستي وختونو کې داعش هم په بلوچستان کې د ترهگر حملو ذمه واري منلي ده.

XS
SM
MD
LG