لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوئټه: د شيعه هزاره ورورلۍ اته کسان په ډزو وژل شوي


بلوچستان کې له دې وړاندې هم د شيعه هزاره قبيلې سره تعلق لرونکي په دغه ډول قاتلانو حملو کې وژلشوي دي .
بلوچستان کې له دې وړاندې هم د شيعه هزاره قبيلې سره تعلق لرونکي په دغه ډول قاتلانو حملو کې وژلشوي دي .

د پاکستان بلوچستان صوبې مرکز کوئټې په هزار گنجي علاقه کې نامالومو وسله والو په يو گاډي ډزې کړي ، چې په نتيجه کې يي گاډي کې ناست د شيعه هزاره ورورولۍ اته کسان وژل شوي دي .

په کوئټه کې دغه پېښه نن د زيارت په ورځ سحر رامنځته شوې ، او د کوئټې يو سينئر پوليس افسرعمران قرېشي د پېښې په اړه مطبوعاتو ته وئيلي ، نامالومو وسله والو په يو مزدا گاډي ډزې کړي او د هزاره کميونټۍ اته کسان يي وژلي دي . د ډزو په بريد کې يو کس ژوبل شوی دی .

راپورونه وايي ، د هزاره قبېلي کسان په مزدا گاډي کې د سبزۍ منډۍ ته روان وو ، چې په لار کې پرې بريد شوی دی .

د پوليس چارواکو په وينا ، وسله والو په گاډي ډزې کړي او د موقعې څخه تښتېدلي دي .

پېښه کې مړي او ژوبل بولان مېډيکل کمپلېکس روغتون ته وړل شوي ، او چارواکي وايي شپږ کسان په وژل شوي ، او دوه نورو روغتون ته په لار ژوند د لاسه ورکړی دی .

اېس اېس پي اپرېشن اعتزاز گورايا د پېښې په اړه مطبوعاتو سره خبرو کې ووييل ، د هزاره ټاؤن نه په گاډو کې خلک سامان اختسو له هره ورځ راځي ، او د هغويي سره د حفاظت دپاره د پوليس گاډي هم موجود وي ، نن هم د نورو گاډو سره زمونږ پوليس موجود وو ، خو د دغو کسانو چې په هدف شوي دي ، د دوي د راتلو خبر مونږ ته نه ؤ .

پوليس افسر زياته کړه د پېښې په اړه مو د گاډي د ډرائيور تفتيش شورو کړی دی ، او نور مالومات هم راجمع کولی شي .

پوليس چارواکي وايي ، دا د هدفي وژنو پېښه ده . او د پېښې وروستو په علاقه کې ويره ترخه خوره شوې ده .

دپېښې زمه واري چا په غاړه نه ده اخيستی .

بلوچستان کې له دې وړاندې هم د شيعه هزاره قبيلې سره تعلق لرونکي په دغه ډول قاتلانو حملو کې وژل شوي دي .

پاکستان کې د بشري حقونو دپاره کارکوؤنکي تنظيم (هيومن رائټس اف پاکستان) لخوا تېره اوونۍ يو رپورټ جاري شوی ؤ ، چې پکې وئيل شوي په تېرو لسو کلونو کې بلوچستان کې د تشدد په پېښو کې د هزاره قبيلې په سلگونو کسان وژل شوي دي .

او په صوبه کې د بدامنۍ له کبله په دغې موده کې د شيعه هزاره قبيلې سره تعلق لرونکي دوه لاکه کسانو د سيمې نه کډې کړي ، او د ملک نورو برخو ته منتقل شوي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG