لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان کښې د غریبۍ کچه ۷۰ فیصده ته رسېدلې


‌‌‌‌‌‌ډاکټر حامد اڅکزی وای په بلوچستان کښې د غريبي د کچي راکمولو لپاره يي د کشت و کروندې، مالداري، تعلیم او د روغتیا په څانګو کښې اساسي اصلاحات کړي او نړيوالي وروولي هم ورسره د مرستو ژمنه کړې ده
‌‌‌‌‌‌ډاکټر حامد اڅکزی وای په بلوچستان کښې د غريبي د کچي راکمولو لپاره يي د کشت و کروندې، مالداري، تعلیم او د روغتیا په څانګو کښې اساسي اصلاحات کړي او نړيوالي وروولي هم ورسره د مرستو ژمنه کړې ده

د بلوچستان مشر وزير ‌‌‌‌‌‌ډاکټر حامد خان اڅکزی وایي په صوبه کښې غريبي د نور ټول پاکستان نه زیاته ده او وايي نږدې ۸۰ فيصده وګړي د غريبۍ تر کچي لاندي ژوند کوي.

‌‌‌‌‌‌وي او ای ډيوه ته نوموړي ويلي د غریبۍ له امله هم په دومره شمېر کښې ماشومان د خوړاک د کمي سره مخ دي.

هغه وایي "په صوبه کښې ناسمه پلانونه، د مرکزي حکومت بې غوري، ‌‌‌‌‌‌ډيکټاټوري واکمني او اداري فساد هغه لاملونه دي چې نن بلوچستان د ژوند په هر ‌‌‌‌‌‌ډګر کښې شاته پاته او وګړي يي غريب دي."

د ملګرو ملتونو د پرمختیا ادارې سږ کال په خپل رپورټ کښې وېلي، بلوچستان کښې په هر لس کسانو کښې څلور د بېلا بېل ‌‌‌‌‌‌ډول له غريبېو سره مخ دي، دغه رپورټ کښې ويل شوې چې د پاکستان د غريبانو ۳۹ فيصده خلک په بلوچستان او قبایلي سیمو کښې ژوند کوي.

‌‌‌‌‌‌ډاکټر حامد اڅکزی وای په بلوچستان کښې د غريبي د کچي راکمولو لپاره يي د کشت و کروندې، مالداري، تعلیم او د روغتیا په څانګو کښې اساسي اصلاحات کړي او نړيوالي وروولي هم ورسره د مرستو ژمنه کړې ده.

هغه وویل اروپای ټولني دې میاشت د کلېوالي پرمختیا لپاره د ۵۲ میلیون ‌‌‌‌‌‌ډالرو مرسته ورسره کړې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG