د بلوچستان لبریشن فرنټ نومې ډلې په بلوچستان کې د اکتوبر د میاشت د ٢۴ مې نټیې نه پس د مطبوعاتو خلاف د عملیاتو پیل کولو دړکه کړې ده او د ډلې د گواښونو په وجه د تیرو دوو ورځو راهسې په صوبه کې ورځپاڼې نه دي ویشل شوي.
مطبوعاتو ته په اردو ژبه کې لیږل شوي بیان کې بلوچستان لیبریشن فرنټ ویلي خبري ادارو ته د اکتوبر د میاشت د ٢۴ مې نیټې ورکړی شوی معیاد ختم شوی دی او وس به تنظیم په ټول بلوچستان کې د صحافیانو، مطبوعاتو، ټي وي، کیبل اپریټرانو او د خبري صنعت سره تړلې خلکو خلاف اقدامات کوي.
حکومت بي ایل ایف غیر قانونه تنظېم ټاکلی دی.
بې ایل ایف وايي مطبوعاتو په صوبه کې د حکومت بیانیه خپله کړي ده خو په صوبه کې د ډلې په وینا کیدونکي د ریاستي ځواکونو د لاسه د خلکو په زورول کیدو یې پرده اچولې ده. بیان وايي داسې "منافقانه میډیا" چې د بلوڅ قام په استحصال یې خاموشي اختیار کړي په صوبه کې د موجودگۍ ضرورت نه لري.
مطبوعاتو ته د ډلې د دړکو ورسته، د خبریالانو نمایندگانو بلوچستان د پولیس اعلا چارواکو سره خبرې اترې کړي دي او ویل کیږي پولیس صحافیانو ته د تحفظ یقین ورکړی دی.
بلخوا، په پاکستان کې د ورځپاڼو د مالکانو د تنظیم ال پاکستان نیوزپیپر سوسایټي یا ای پي این ایس ځېنې غړي هم په کوټه کې دي او د صوبې د اعلا وزیر سره یې لیده کاته کړي دي.
په بلوچستان مطبوعاتو او خبریالانو ته گواښونه او دړکې څه نوي خبره نه ده. د صحافیانو تنظمیونه په ریاستي ادارو، مسلح مذهبي او بیلتون خوښو ډلو مطبوعاتو ته د دړکو ورکولو تور لگوي.
د صحافیانو د تحفظ نړي واله اداره کمیټي ټو پروټیکټ جرنلسټس وايي بلوچستان په خصوصي توگه د خبریالانو لپاره خطرناک ځای دی.
بلوچستان د تیرې څه مودې راهسې د ټیټې کچې یاغیتوب سره مخامخ دی. حکومتي او امنیتي مامورین په صوبه کې په حکومت د حملو او د نور تشدد الزام په بیلتون خوښو بلوڅ وسله والو ډلو لگوي. خو څیړونکې وایي تندروه مذهبي ډلې هم په صوبه کې په تشدد کې لاس لري.
بلوڅ قام پرستې ډلې د صوبې په قدرتي وسیلو زیات اختیار غواړی او الزام لگوي چې مرکزي حکومت خو د صوبې د قدرتي شتمنو نه گټه پورته کوي خو د صوبې ولس خیر ښیگړې ته پام نه کوي.