لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خضدار کې د ليويز چيک پوسته باندې بريد کې دوه عسکر وژل شوي


د بلوچستان په خضدار او نورو سيمو کې له دې وړاندې هم د ليويز او نورو امنيتي ادارو غړو باندې د وسله والو له خوا وژونکې حملې شوي دي .
د بلوچستان په خضدار او نورو سيمو کې له دې وړاندې هم د ليويز او نورو امنيتي ادارو غړو باندې د وسله والو له خوا وژونکې حملې شوي دي .
د کړکيچ سره مخ صوبې بلوچستان په خضدار ضلع کې نامالومه وسله والو د ليويز په چيک پوسته باندې ډزې کړي ، چې پکې د ليويز فورس دوه عسکر وژل شوي دي .
د راپورونو ترمه خضدار ضلع کې د ليويز په پوسته د ډزو پېښه نن د اتوار په ورځ رامنځته شوې ده ، او د چارواکو په وينا نامالومه وسله والو په صمد نومې پوسته باندې بريد کړی دی .
د سرچينو ترمخه بريد کوؤنکو د ډزو وروستو د پوستې څخه د ليويز عسکرو وسله ځان سره وړې ، او د ځايې څخه تښتېدلي دي .
د پېښې وروستو د ليويز او نورو امنيتي ادارو غړو علاقه په گېره اخيستې او د لټون عمليات يې پيل کړي دي .
د بلوچستان په خضدار او نورو سيمو کې له دې وړاندې هم د ليويز او نورو امنيتي ادارو غړو باندې د وسله والو له خوا وژونکې حملې شوي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG