لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هرنايي کې په ایف سي شوي حمله کې د وژل شوو عسکرو شمیره اته ؤ ته ورسیده



په هرنايي کې په ځواکونو حمله په داسې حال شوي وه چې پاکستان کې د څوارلسم اگست په مناسبت د هیواد د ازادۍ ورځ نمانځل کیده.
په هرنايي کې په ځواکونو حمله په داسې حال شوي وه چې پاکستان کې د څوارلسم اگست په مناسبت د هیواد د ازادۍ ورځ نمانځل کیده.

د بلوچستان د هرنايي ښار سره نژدې د ایف سي په عسکرو دوه ورځې وړاندې شوي بم چاودنه کې د وژل شوو عسکرو شمیره اته ؤ ته ورسیده. د حملې پړه بلوچ لیبریشن ارمي نومې ډلې په غاړه اخیستې ده.

د اگست په ١۴ مه نیټه د ایف عسکر هرنايي سره نژدې په شارگي سیمه کې د معمول په گزمه وو چې موټر سره نژدې يي بم خلاص شو. شپږ عسکر په موقع ووژل شو او دوه نور زخمیان شول چې کوټې هسپتال ته یو وړلی شوي وو.

د ایف سي زخمي عسکرو د شورو، چارشنبې، په ورځ په هسپتال کې ساه ورکړه او دا رنگ په دغه پیښه کې ووژل شوو کسانو شمیره اته ؤ ته ورسیده.

په هرنايي کې په ځواکونو حمله په داسې حال شوي وه چې پاکستان کې د څوارلسم اگست په مناسبت د هیواد د ازادۍ ورځ نمانځل کیده.

په بلوچستان کې د تیرې څه مودې راهسې د امنیت وضع کړکیچنه ده.

تیره هفته په کوټه کې په پوځي ټرک ځانمرگي حمله کې ١٥ کسان وژل شوي چې اته پکې عسکر وو.

د بلوچستان یونیورسټۍ د سیاستو د څانگې استاز پروفیسر برکت شاه کاکړ وايي په سیمه کې د ترهگرۍ زیلې د پولې پورې غاړه په افغانستان او هم په پاکستان کې موجود دي خو بنیادي وجه يي خپله د پاکستاني ریاست "بیانیه" ده.

پروفیسر کاکړ وايي پاکستان د نیشنل ایکشن پلین په نوم ترهگرۍ خلاف قام تگ لاره لري خو په دغه تگ لاره عملداري نه کیږي.

بلخوا د بلوچستان اعلا وزیر ثناالله زهري ویلي د ترهگرۍ په شا د پاکستان دښمنان دي چې د هیواد د ترقۍ مخه نیول غواړي.

حکومتي مامورین په بلوچستان کې د تشدد ذمه واري په بیلتون خوښو بلوڅ وسله والو ډلو اچوي خو په ورستي وختونو کې داعش هم په بلوچستان کې د ترهگر حملو ذمه واري منلي ده.

د هرنايي د حملې پړه بي ایل ای په نوم یوې مسلح ډلې په غاړه اخیستي ده. دپاکستان حکومت دغه ډله غیرقانونه ټاکلي ده.

نور تفصیل د وي او ای ډیوه خبریال حمید سمسور رپورټ کې دلته اوریدی شئ:

please wait

No media source currently available

0:00 0:03:12 0:00

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG