لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خواري کښو لپاره د کويلې درنگونه که بيگار کامپونه


د کار گرانو نړي وال سازمان، آی ایل او واېي د بلوچستان په درنگونو کې د مزدورانو وضعیت ډیر خراب دی او زیاتره په ټېکېداري نظام کې را ښکیل دي چې پېشگي پیسې يي اخېستې وي او ټول عمر هم ددغو پورونو په ادا کولو ورباندي تېر شي
د کار گرانو نړي وال سازمان، آی ایل او واېي د بلوچستان په درنگونو کې د مزدورانو وضعیت ډیر خراب دی او زیاتره په ټېکېداري نظام کې را ښکیل دي چې پېشگي پیسې يي اخېستې وي او ټول عمر هم ددغو پورونو په ادا کولو ورباندي تېر شي

د پاکستان په نا ارامه بلوچستان ایالت هرنائ سیمه کې د کويلې په کان کې ورستۍ پیښې یو ځل بیا د پاکستان د کانونو په صنعت کې د ژغورني د سامان الاتو په شتون او د کانونو په قانون پوښتنې راپورته کړې دي.

دجمعې په ورځ هرنائ کښې د سونگو د ډبرو کان نړېدو له امله نهه خواريکښو ژوند له لاسه ورکړی، د مزدورانو مړي له پېښې دوې ورځې ورسته راوایستل شو.

په اېالت کښې دخواري کښو د تنظیم یو مشر رمضان اڅکزئ واېي د کان حادثو ذمه واره حکومت او د کانونو مالکان دي

حکومت تر اوسه د کارګرانو په اړه د انګرېزانو د وخت قانون ندی بدل کړی او نه ېي هم د ټېکېدارۍ نظام لېرې کولو د پاره څه ګام اخستی.

د بلوچستان په کانونو کې شا ؤ خوا یو لک کسان مزدوري کوي چې پکې زیاتره د دير، سوات، شانگلې، کوهستان او د بلوچستان ځائې خلک دي. دکويلې له کانونو څخه د کال په سر حکومت ته د ورکړل شويو ماليو او اقتصادي گټو په اړه رسا حکومتي مالومات نشته.

د کار گرانو نړي وال سازمان، آی ایل او واېي د بلوچستان په درنگونو کې د مزدورانو وضعیت ډیر خراب دی او زیاتره په ټېکېداري نظام کې را ښکیل دي چې پېشگي پیسې يي اخېستې وي او ټول عمر هم ددغو پورونو په ادا کولو ورباندي تېر شي.

بلوچستان اسمبلی کې د مخالفه ګوندونو یو مشر او د عوامي نېشنل ګوند مخکښ زمرک خان اڅکزئ وای د مزدورانو د بدي ورځې پړه له اداري فساده ‌‌‌‌‌‌ډک نظام باندي ده، د ده په وېنا حکومت کې هغه خلګ زېات اغېز لري څوک چې د مزدورانو ښه ژوند نه غواړې.

خو نوموړي ژمنه وکړه چې د اسمبلی په راتلونکې غون‌‌‌‌‌‌ډه کې به د خواري کښو په سلا داسې قانون وړاندې کوي چې له لوري به ېي د هر کان مالک پابنده وې چې د خواريکښو د ژغورنې سامان آلات برابر کړي، ټېکېداري نظام به ختم کړي، د معاش زېاتوالی، د تعلیم او روغتېا اسانتېاوي به باوري کوي

پاکستان کې د کانونو دپاره د بريطانوي هند یو قانون چې کال ١٩٢٣ کې جوړ شوی وو د لږ ډیر بدلون سره اوس هم عملي دی په یاد قانون کښې د مزدورانو تر ډیره حده حفاظت شوی خو د ټېکېداري نظام په هکله دغه قانون کې څه نه دي ویل شوي هم دا ډول په یوه پېښه کې د مزدورانو د ژوند معاوضه هم د ١٩٢٣ په حساب ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG