لاس رسیدونکی لینک

د کوېلې درنګونه که د مزدورانو بيګار کامپونه ؟


د پاکستان په نا ارامه بلوچستان ایالت هرنايي سیمه کې د کويلې په کان کې ورستۍ پیښې یو ځل بیا د پاکستان د کانونو په صنعت کې د ژغورني د سامان الاتو په شتون او د کانونو په قانون پوښتنې راپورته کړې دي.

دجمعې په ورځ هرنايي کښې د سونګو د ډبرو کان نړېدو له امله نهه خواريکښو ژوند له لاسه ورکړی، د مزدورانو مړي له پېښې دوې ورځې ورسته راوایستل شو.

په اېالت کښې دخواري کښو د تنظیم یو مشر رمضان اڅکزۍ واېي د کان حادثو ذمه واره حکومت او د کانونو مالکان دي

حکومت تر اوسه د کارګرانو په اړه د انګرېزانو د وخت قانون ندی بدل کړی او نه ېي هم د ټېکېدارۍ نظام لېرې کولو د پاره څه ګام اخستی.

د بلوچستان په کانونو کې شا ؤ خوا یو لک کسان مزدوري کوي چې پکې زیاتره د دير، سوات، شانګلې، کوهستان او د بلوچستان ځايي خلک دي. دکويلې له کانونو څخه د کال په سر حکومت ته د ورکړل شويو ماليو او اقتصادي ګټو په اړه رسا حکومتي مالومات نشته.

د کار ګرانو نړي وال سازمان، ايي ایل او واېي د بلوچستان په درنګونو کې د مزدورانو وضعیت ډیر خراب دی او زیاتره په ټېکېداري نظام کې را ښکیل دي چې پېشګي پیسې يي اخېستې وي او ټول عمر هم ددغو پورونو په ادا کولو ورباندي تېر شي.

بلوچستان اسمبلی کې د مخالفه ګوندونو یو مشر او د عوامي نېشنل ګوند مخکښ زمرک خان اڅکزۍ وايي د مزدورانو د بدي ورځې پړه له اداري فساده ډک نظام باندي ده، د ده په وېنا حکومت کې هغه خلګ زېات اغېز لري څوک چې د مزدورانو ښه ژوند نه غواړې.

خو نوموړي ژمنه وکړه چې د اسمبلی په راتلونکې غونډه کې به د خواري کښو په سلا داسې قانون وړاندې کوي چې له لوري به ېي د هر کان مالک پابنده وې چې د خواريکښو د ژغورنې سامان آلات برابر کړي، ټېکېداري نظام به ختم کړي، د معاش زېاتوالی، د تعلیم او روغتېا اسانتېاوي به باوري کوي.

پاکستان کې د کانونو دپاره د برتانوي هند یو قانون چې کال ١٩٢٣ کې جوړ شوی وو د لږ ډیر بدلون سره اوس هم عملي دی په یاد قانون کښې د مزدورانو تر ډیره حده حفاظت شوی خو د ټېکېداري نظام په هکله دغه قانون کې څه نه دي ویل شوي هم دا ډول په یوه پېښه کې د مزدورانو د ژوند معاوضه هم د ١٩٢٣ په حساب ده.

  • 16x9 Image

    نصير کاکړ

    نصیر کاکړ د کال ٢٠٠٢ راهسې وړمبی په کوټه او وس په واشنگټن کې د وایس اف امریکا سره د خبریال په توگه خدمات ترسره کوي. نصیر کاکړ د وي او ای ډیوه لپاره د نړي والو چارو ترڅنگ، د افغانستان، پاکستان او  ایران او په یو شمیر نورو موضوعاتو ملټي میډیا خبرونه او رپورټونه تیاروي.

     

XS
SM
MD
LG