لاس رسیدونکی لینک

کوئټه :مستونگ کې په رېل گاډي چاؤدنه کې ۱۲ مسافر ژوبل شوي


پوليس چارواکو په وينا مالوميږي داسې چې بم په پټړۍ اېښودل شوی ؤ ، او هغه وخت چاؤدلی چې کله رېل گاډی په دغه ځايې تېرېدو .

د پاکستان بلوچستان صوبې په مستونگ سيمه کې د مسافرو په يو رېل گاډي باندې بمي چاؤدنه شوې چې پکې ۱۲ مسافر ژوبل شوي دي .

د امنيتي سرچينو ترمخه دغه پېښه د مستونگ سيمې په دشت علاقه کې هغه وخت رامنځته شوې ، چې کله بگټي اېکسپرېس د پنجاب صوبې سر ښار لاهور نه کوئټې ته په لار روان ؤ .

د پوليس چارواکو په وينا مالوميږي داسې چې بم په پټړۍ اېښودل شوی ؤ ، او هغه وخت چاؤدلی چې کله رېل گاډی په دغه ځايې تېرېدو .

پوليس چارواکو وئيلي ، د چاؤدنې له امله د رېل گاډي څلور ډبې د پټړۍ نه لاندې غورځېدلي ، او ۱۲ کسان پکې ژوبل شوي دي .

راپورونه وايي امدادي ټيمونه او امنيتي ادارې د پېښې ځايي ته رسېدلي ، ژوبل کسان د کوئټې روغتون ته وړل شوي ، او د پېښې پلټنې پېل کړی شوي دي .

د پېښې زمه واري چا په غاړه نه ده اخستې ، او د چاؤدنې له امله د کوئټې نه د ملک نورو برخو سره د تلونکو رېل گاډو تگ راتگ ودرول شوی دی .

XS
SM
MD
LG