لاس رسیدونکی لینک

خضدار: بمي چاؤدنه کې يوماشوم مړ، ۱۳ ژوبل شوي


د کړکېچ سره مخ بلوچستان صوبې خضدار ضلع د صوبې حساسه سيمه گڼلی شي .

د پاکستان بلوچستان صوبې په خضدار ضلع کې نن د اتوار په ورځ يوه بمي چاؤدنه شوې چې پکې يو ماشوم وژل شوی ، او ۱۳ نور کسان ژوبل شوي دي .

د خضدار ضلعې د پوليس يو چارواکي مجيد مري په وينا ، پېښه د ارباب کمپليکس علاقې سره نزدې رامنځته شوې ده . او بمي چاؤدنې نزدې دوکانونو ته زيان اړولی او د کورونو شيشي يي ماتې کړي دي .

پېښه کې ژوبل کسان د خضدار روغتون ته وړل شوي دي . پوليس او د ملېشې ځواکونه موقعې ته رسېدلي او د پېښې پلټنې يي پېل کړي دي .

د بمي چاؤدنې زمه واري چا په غاړه نه ده اخستي .

د کړکېچ سره مخ بلوچستان صوبې خضدار ضلع د صوبې حساسه سيمه گڼلی شي . او سيمه کې له دې وړاندې هم هدفي وژنې او بمي او د راکټې حملو پېښې رامنځته شوي ، او راپورونه وايي د سيمې نه په زور د سندهـ صوبې سره د بلوچستان بېلابيلو علاقو ته کډوال کړی شوي دي .

XS
SM
MD
LG