لاس رسیدونکی لینک

کوئټه : د بلوچستان اسمبلۍ اقليتي ممبر وژل شوی


هينډري مسيح باندې د هغه د کور مخې د هغه خپل ساتونکي محافظ ډزې کړي ، او وژلی يې دی
د بلوچستان صوبې د مرکزي ښارکوئټې په نوي کلي زرغون اباد سيمه کې د صوبائي حکومت واکمنه ډلې نيشنل پارټۍ اقليتي ممبر هينډري مسيح د هغه ساتونکي محافظ په ډزو وژلی دی ، او په ډزو کې د هينډري مسيح وراره ژوبل شوی دی .
د بلوچستان د صوبايي حکومت وياند جان بليدي پخلی کړی ، چې هينډري مسيح روغتون ته د رسېدو څخه وړاندې ژوند دلاسه ورکړی دی . او په ډزو کې د هغه د ژوبل وراره درملنه په روغتون کې روانه ده .
نوموړي زياته کړې ، په فوري توگه د هينډري مسيح د وژنې علت نه دی مالوم شوی ، ځکه چې دغه محافظ اقليتي ممبر ځان سره په خپله اېښودی ؤ .
د جان بليدي په وينا د وژل شوي ممبر ساتونکی د موقعې څخه تښتېدلی ، او د هغه د نيولو دپاره ځائي په ځائي ناکې لگول شوي دي .
نوموړي زياته کړه د هينډري بلوچ په نوم ياد هينډري مسيح د طالب علمۍ څخه د نيشنل پارټۍ سره ملگری ؤ .
د کوئټې د اېف سي روغتون د سرچينو ترمخه د هينډري مسيح په مرۍ گولۍ لگېدلي ، او د ژوبل وراره درملنه يې روانه ده .
د بلوچستان د صحت وزير رحمت بلوچ په وينا هينډر مسيح باندې د هغه د کور مخې د هغه خپل ساتونکي محافظ ډزې کړي ، او وژلی يې دی . نوموړي زياته کړې دغه محافظ د اقليتي ممبر سره د ۱۵ کالو راهسې ؤ .
وزيراعظم نوازشريف د هينډرمسيح د وژنې غندنه کړې ، او د بلوچستان حکومت ته يې د ملزم په ضد د فوري کارروائۍ هدايات ورکړي دي .
XS
SM
MD
LG