لاس رسیدونکی لینک

کوئته : د کوئلې درنگ نه اته مزدوران تښتول شوي


د بلوچستان صوبې په مختلفو علاقو کې وړاندې هم د گټو او کوئلې درنگونو نه د مزدورانو تښتؤلو پېښې رامنځته شوي دي

د بلوچستان صوبې هرنايې ضلعې نه وسله والو د کوئلې د درنگ نه اته مزدوران تښتولي دي . راپورونو ترمخه د تښتؤل شوؤ مزدورانو تعلق د خيبر پښتونخوا ايالت د ملاکنډ او سوات ضلعې سره دی .


د بلوچستان صوبې هرنايې ضلعې نه وسله والو د کوئلې د درنگ نه اته مزدوران تښتولي دي . راپورونو ترمخه د تښتؤل شوؤ مزدورانو تعلق د خيبر پښتونخوا ايالت د ملاکنډ او سوات ضلعې سره دی .
د پاکستان کړکېچ سره مخ صوبې بلوچستان د هرنايې ضلعې د شاهرگ سيمې نه وسله والو د کوئلې د درنگ نه اته مزدوران په داسې حال کې تښتولي دي ، چې دوي په درنگ کې په کار بوخت وو . چارواکو وئيلي وسله والو مزدوران ځان سره په گاډو کې نزدې غرونه ته تښتولي دي .
د راپورونو ترمخه چارواکو وئيلي ، تښتول شوي مزدران چې تعلق يې د خيبر پښتونخوا صوبې سره دی . دوي په دغه درنگ کې د تېرو ۱۰و کالو راسې مزدوري کوله .
د چارواکو په وينا د مزدورانو تښتولو وروستو امنيتې ځواکونو په علاقه کې پلټنې پېل کړي دي . خو د وسله والو کوم درک ورته نه دی مالوم شوی .
د راپورونو ترمخه بلوچستان کې د کوئلې نزدې ۵۰۰ درنگونه دي ، اود هرنايې ضلعې په شاهرگ سيمه کې د کوئلې لويې ذخيرې موجودې دي . د بلوچستان په دغو درنگونو کې په زرگونو خوارې کښ کار کوي . چې د زياتره خواري کښو تعلق پکې د خيبر پښتونخوا صوبې د شانگلې ، سوات او بره دير علاقوسره دی .
د تښتؤل شوؤ مزدورانو د تښتؤلو پړه کومې ډلې په سر نه ده اخيستې .
د کړکېچ سره مخ صوبې بلوچستان په مختلفو علاقو کې وړاندې هم وخت په وخت دغه رنگ پېښې رامنځته شوي دي . او وسله والو د گټو او کوئلې د درنگونو نه مزدوران تښتولي دي . چې وروستو بيا د ډېرو تښتؤل شوؤ مزدورانو مړي ترلاسه شوي دي .
د راپورونو ترمخه تېرکال هم د کوئټې دگرۍ سيمې د کوئلې د درنگ نه وسله والو اووه مزدوران تښتولي وو ، او وروستو بيا په دغه علاقه کې د مزدورانو مړي موندل شوي وو .
XS
SM
MD
LG