لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوئټه : خضدار کې د 11 کسانو مړي ترلاسه شوي


د بلوچستان په مختلفو علاقو کې له دې وړاندې هم دغه رنگ مسخ شده مړي چې پېژندگلو يې نه کيږي ترلاسه شوي دي
د بلوچستان په مختلفو علاقو کې له دې وړاندې هم دغه رنگ مسخ شده مړي چې پېژندگلو يې نه کيږي ترلاسه شوي دي

صوبايي وزير سرفراز بگټي د گل په ورځ رسنيو سره خبرو کې وئيلي خضدار کې د توتک سيمې نه د 11 کسانو مړي په داسې حال کې ترلاسه شوي ، چې پېژندگلو يې نه کيږي .


د کړکېچ سره مخ صوبې بلوچستان د خضدار سيمې د دوؤ قبرونو نه 11 مړي ترلاسه شوي دي . د بلوچستان صوبايي وزير سرفراز بگټي د مړو ترلاسه کېدو پخلی کړی دی .
صوبايي وزير سرفراز بگټي د گل په ورځ رسنيو سره خبرو کې وئيلي خضدار کې د توتک سيمې نه د 11 کسانو مړي په داسې حال کې ترلاسه شوي ، چې پېژندگلو يې نه کيږي .
د چارواکو په وينا د سيمې نه دوه ورځې مخکې هم دوه مړي ترلاسه شوي او په دوؤ ورځو کې د ترلاسه شوؤ مړو شمېره 13 ته رسېدلې ده .
د سرفراز بگټي په وينا د مړو د پېژندگلو دپاره به ډي اېن ای ټېسټ کولی شي . او په دغه لړ کې پلټنې هم پېل کړی شوي دي .
دسيمې د چارواکو په وينا د خالي په ورځ ورته د علاقې يو شپونکي د شکمن قبر او مړو خبر ورکړی وو ، اوبيا په علاقه کې دغه مړي ترلاسه کړی شو .
صوباي وزير تېره ورځ د څلورو او نن د گل په ورځ د نورو مړو موندو پخلی کړی دی . د سرچينو ترمخه د مړو په وجود باندې چونه اچول شوې ، ځکه يې پېژندگلو نه کيږي .
د بلوچستان په مختلفو علاقو کې له دې وړاندې هم دغه رنگ مسخ شده مړي چې پېژندگلو يې نه کيږي ترلاسه شوي دي .

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG