لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ماما قدير بلوڅ وايې د سترې محکمې امر نه منل کيږي ، مونږ څنگه يقين وکړو


د کوئټې نه تر کراچۍ د بې درکه بلوڅو دپاره په خپلو پښو او اوږد لاريون وروسته ماما قدير سره د ملگرو د کراچۍ پريس کلب مخې ته احتجاجي خېمه لگولی ده .
د کوئټې نه تر کراچۍ د بې درکه بلوڅو دپاره په خپلو پښو او اوږد لاريون وروسته ماما قدير سره د ملگرو د کراچۍ پريس کلب مخې ته احتجاجي خېمه لگولی ده .

ماما قدير وايې ، د سترې محکمې امر څوک نه مني او خپله ستره محکمه هم داسې نه ښکاري چې دغه مسله هواره کړي ، وخت تېروي . هغه وايې ، مونږ د پاکستان نا بلکې د نړۍ د خبر په طمع يُو .


د بې درکه بلوڅو د خلاصون دپاره مبارزه کوؤنکي تنظيم مرستيال مشر ماما قدير بلوچ وايې ، د ملگرو ملتونو او د بشري حقونو دپاره کار کوؤنکونړيواله تنظيمونو په هيله خپله مبارزې ته دوام ورکوؤ . يوه ورځ به ضرور زمونږ غږ واورېدل شي .
د کوئټې نه تر کراچۍ د بې درکه بلوڅو دپاره په خپلو پښو او اوږد لاريون وروسته ماما قدير سره د ملگرو د کراچۍ پريس کلب مخې ته احتجاجي خېمه لگولی ده .
د کراچۍ پرېس کلب مخې ته د بې درکه بلوڅانو د خپلو خپلوانو نارينوؤ او زنانه احتجاجي خېمه
د کراچۍ پرېس کلب مخې ته د بې درکه بلوڅانو د خپلو خپلوانو نارينوؤ او زنانه احتجاجي خېمه
وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره ځانگړې مرکه کې نوموړي وويل ، سترې محکمه کې د بې درکه بلوڅانو په اړه د کېس اورېدنه د ډېر وخت راسې روانه ده . د سترې محکمې امر څوک نه مني او خپله ستره محکمه هم داسې نه ښکاري چې دغه مسله هواره کړي ، وخت تېروي .
د دفاع د مرکزي وزيرخواجه اصف د بلوڅو احتجاجي خېمې ته د راتگ او ځينې بې درکه کسانو د مالوماتو په غبرگون کې ماما قدير وويل ، دغه رنگ دعوې وړاندې هم شوي دي ، او خواجه اصف چې د کومو ۷۳۸ کسانو د مالومولو خبره کوي نو د هغو نومونه دې په ډاگه کړي ، چې مونږ يې ومنو .
ماما قديربلوڅ وايې د پخواني پوځي صدر پرويز مشرف په حکومت کې د بلوڅانو پورته کېدو لړۍ پېل شوې او تراوسه دوام لري .
هغه وويل د پيپلزپارټۍ په حکومت کې مونږ ته د تري تم شوؤ بلوڅو مړې ډېر ترلاسه شوي دي . او په دې وسنې حکومت کې هم د پخوا په رنگ څه قسمه بدلون نه دی راغلی ، خلک پورته کيږې او وژل کيږي .

د ماما قدير بلوڅ په وينا څلور کاله يې مبارزه وکړه او تر نتيجې پورې به يې روانه ساتي ، هغه دا هم وايې په نړۍ کې يو شمېر تحريکونه چلېدلي . او څو څو کاله وروسته يې ملگرو ملتونو او نورو نړيواله قوتونه خبر اخيستې او هغه مسلې هوارې شوي دي .
هغه وايې ، مونږ د پاکستان نا بلکې د نړۍ د خبر په طمع يُو .


please wait

No media source currently available

0:00 0:05:03 0:00
Direct link

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG