لاس رسیدونکی لینک

ماماقدیر بلوڅ: د پاکستان امنیتي ادارې اوس د بلوڅانو مړي سوځوي


ماما قدیر بلوڅ

په نا آرامه بلوچستان صوبه کښې په زور د بې درکه کړل شویو بلوڅانو د حقونو مبارز ماما قدير بلوڅ ادعا کړېده چې پاکستاني استخباراتي چارواکي اوس د بې درکه کړل شویو کسانو مړي سوځوي.

۷۳ کلن ماما قدير بلوڅ وي او اې ‌‌‌‌‌‌ډيوه ته ويلي، مخکې به استخباراتو دحقونو فعالين په زوره د وړلو وروسته ځينې خوشي کړل او د نورو خراب شوي مړي به یې د سړکونو له غاړې یا په دښتو کښې وغورځول خو اوس ېي دغه تاکتيک بدل کړی دی.

د هغه په وینا دا ځکه کوي چې استخباراتي ادرې د بدنامۍ نه بچ کولو لپاره ثبوت پریښودل نه غواړي.

هغه وایي، د وژل شویو بلوڅ فعالينو د مړو د سوځوني پېښي په لېري پرتو سېمو لکه آواران، مشکې او جهاو کښې رامنځ ته شوي چېري چي خبریالان هم نشته.

حکومتي چارواکو تر اوسه د ماما قدیر دغو نوو ادعاو ته ځواب ویلی نه دی.

د پاکستان د بشري حقونو د خپلواکه کمېشن مرستیال مشر حبيب طاهر وويل د بې درکه بلوڅ فعالينو د مړو د سوځوني په اړه مالومات نلري البته که ماما قدير څه ثبوتونه لري نوبايد د حقونو کمېشن ته ېي وړاندي کړي چې د مخنېوي لاري چاري ېي ولټول شي.

ماما قدیرپه زور د بې درکه کړل شویو خلکو په اړه د پلټنو د حکومتي کمېشن مشر پخواني قاضي جاوېد اقبال دا ادعاګانې رد کړيدي چې ګواکې بلوچستان کښې یوازي ۹۶ کسان بې درکه دي او زیاتوي، چې په صوبه کښې تر ۳۵ زرو زیات خلګ بې درکه دي او د هر چا نوم او درک له دوی سره شته.

ماما قدير وويل د حکومتي کمېشن مشر د استخباراتي چارواکو په شتون کښې د بې درکه کسانو له خپلوانو سره ليدل غوښتل خو کړېدلو کورنېو د اندېښنو له کبله انکار وکړ.

حبيب طاهر د بې درکه خلکو د شمېر په اړه د قاضي جاوېد اقبال او ماما قدير له ادعاګانوسره موافق نه دی او وای دبشري حقونو له ادارې سره تر دوه زره پورې بې درکه کسانو نوملړ (فهرست) شته دی او دا هغه شمېر دی چې په ثبوت رسېدلی دی.

نوموړي وويل که یو تن هم بې درکه وي دا د اندېښنې وړ خبره ده، هېڅوک اجازه نلري چې د حقونو لپاره غږ پورته کونکی په زور سره ونیسي، وه یې وهي او له عدالتونو پرته ورته سزاګانې ورکړي.

د بې درکه خلکو په اړه نور بحث په لاندینې لنک اوریدلی شی:

  • 16x9 Image

    نصير کاکړ

    نصیر کاکړ د کال ٢٠٠٢ راهسې وړمبی په کوټه او وس په واشنگټن کې د وایس اف امریکا سره د خبریال په توگه خدمات ترسره کوي. نصیر کاکړ د وي او ای ډیوه لپاره د نړي والو چارو ترڅنگ، د افغانستان، پاکستان او  ایران او په یو شمیر نورو موضوعاتو ملټي میډیا خبرونه او رپورټونه تیاروي.

     

XS
SM
MD
LG