لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړايجنسي : بمي چاؤدنو کې دوه عسکر وژل شوي


امنيتي سرچينو په پېښو کې د يو پوځي او يو ملېشې عسکر د وژنې پخلی کړی دی .
امنيتي سرچينو په پېښو کې د يو پوځي او يو ملېشې عسکر د وژنې پخلی کړی دی .

د افغانستان پولې ته نزدې د پاکستان قبائيلي سيمې باجوړ ايجنسۍ ناواگۍ تحصيل کې د سړک غاړې ښخ دوه بمونو په چاؤدنو کې د ملېشې دوه عسکر وژل شوی او درې نور ژوبل شوي دي .
د سرچينو ترمخه دغه پېښې نن د خالي په سحر د ناواگۍ تحصيل په بابړه چارمنگ او چمرکنډ سيمو کې رامنځته شوي دي . امنيتي سرچينو په پېښو کې د يو پوځي او يو ملېشې عسکر د وژنې پخلی کړی دی .
د امنيتي چارواکو په وينا د پېښې وروستو امنيتي چارواکو علاقه په گېره کې اخېستې ، او د لټون عمليات يې پېل کړي دي .
د افغانستان پولې ته نزدې د پاکستان قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې د تېرو څو اوونو راهسې د بدامنۍ پېښې دوام لري ، او په وروستيو کې د پاکستاني چارواکو په وينا باجوړ کې د امنيتي ځواکونو په چيک پوستو د افغانستان د خاورې څخه وسله والو بريدونو کې زياتوالی مخې ته راغلی دی .
د پاکستان حکومت افغانستان ته احتجاج کړی ، چې د پولې د پورې مخ نه پاکستاني ځواکونو باندې د وسله والو د بريدونو د مخ نيوي دپاره کلک گامونه پورته کړي .
بل لور ته د افغانستان چارواکي بيا وايي چې د باجوړ په پوله پرتو د افغانستان په علاقو کې پاکستاني ځواکونو په تيرو څو هفتو کې په سلگونو توغندي ويشتي ، چې له امله يې ځايي خلکو ته مرگ ژوبله هم اوختې ده .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG