لاس رسیدونکی لینک

باجوړ : بمي چاؤدنه کې دوه عسکر وژل شوي


باجوړ ايجنسۍ کې په وروستيو کې يو ځل بيا د بدامنۍ پېښې زياتې شوي دي .

د پاکستان په قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې د سړک غاړې ته ښخ بم په چاؤدنه کې د ديرسکاؤټ دوه عسکر وژل شوي ، او دوه نور ژوبل شوي دي .

د سرچينو ترمخه دغه پېښه نن د خالي په ورځ د باجوړ ايجنسۍ په سلارزو تحصيل کې هغه وخت رامنځته شوې ، چې د ديرسکاؤټ عسکر اوبه وړلې ، او د سړک غاړې ته ښخ شوي بارودي مواد پرې چاؤدل شوي دي .

راپورونه د چارواکو د قوله وايي امنيتي ځواکونه د پېښې ځايي ته رسېدلي ، او په علاقه کې يي د پلټنې عمليات پېل کړي دي .

د افغانستان سره په پوله پرته د پاکستان په قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې په ورستيو کې د امن کميټو د غړو د هدفي وژنو سره په امنيتي ځواکونو بريدونو کې زياتوالی راغلی دی .

دا په داسې مهال ده ، چې په تېرو وختونو د پوځې عملياتو وروستو باجوړايجنسۍ د وسله والو څخه پاکه گرځول شوې ، خو په وروستيو کې دغه پېښې په داسې وخت کې زياتې شوي ، چې په شمالي وزيرستان کې د پاکستان پوځ د وسله والو په ضد عمليات پېل کړي او په خېبرايحنسۍ کې يې هم د تندلار وپه ضد په علمياتو لاس پورې کړی دی .

XS
SM
MD
LG