لاس رسیدونکی لینک

"عضب" د پښتنو د زړونو تڼاکه کۀ د سترگو تور


د ميران شاه سيمې نه په کډه شوې کورنۍ چې عضب خان پکې په کېمپ کې سترگې غړولي د دغې ماشوم بوډۍ نيا پيوجانه دا ورځ د ځان دپاره بختوره گڼي .

دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې چې د روانې مياشتې په ۱۵م نېټه د ترهگرو په ضد د "ضرب عضب" په نوم کوم عمليات پېل کړی شوي،دغه عمليات کۀ پايې ته ورسيږي نو هم به يې اثرات تر ډيره موده د قبائيلي اولس په زړونو نقش پاتې وي.

د دغه عملياتو سره تړاؤ لرونکي ډير واقعات اؤ خيالونه به قبائيلي اولس دهيرولو د کوشش باوجود هم هيرنکړى شي ځکه چې دغه عملياتو قبائيل ژړولي هم دي ،خندولي هم !

د خاورې په پريښودو يې مجبوره کړي هم دي اؤ د خاورې دامن احساس يې د ذهن په اوچه دشته لکه د سپرلي د احساس راغوړيدلى هم دى.

څنگه به اخر يو قبائيلي وگړى هاغه لمحي د خپل ذهن نه وينځي چې د اپريشن شورو کيدو وروستو يې په خوارو زارو راجوړ کړي خپل ډک کورونه د خدايې په اسره پريښودل اؤ فقط خپل د کور بنيادمان اؤ څاروي يې د ځان سره محفوظ مقام ته ويستل .

د سرونو اؤ مالونو د تحفظ دغه سفر کۀ هر څو د ميران شاه اؤ بنو په تارکولي سړک کيدلو خو دگرمۍ لۀ شدته د تارکولو دغه راخوټکيدلي سړک چې د څومره گلالو ماشومانو، ميندو اؤ خويندو نيازبينې پښې تڼاکې کړي دي هغه به هيڅکله د وزيرستان د خلکو نه هير نۀ شي ،

دميرانشاه، ميرعلي ،دته خيلو اؤ نورو سيمو هاغو بې وسه قبائيلي وگړو ته چې د لارې کرايه يې نۀ لرله ، بنو پورې دځان رسولو دغه زړۀ چاودونکې مرحله د ژوند تر ټولو ترخه تجربه هم ثابته شوې ځکه چې ډيرو پلارانو ته خپلو بچو ددومره بۍ وسۍ په حالت کې په غيږه کې ساه ورکړې چې کۀ د ځوي حلق له تندې وچ ؤ نو پلار يې د خپل زړۀ وينې توئيولى شوى خو خپل ځوي ته د اوبو ورکولو توان يې نۀ لرلو،

ډيرې ميندې ، خويندې ، بيماران اؤ ضعيفان ددغه سفر په دوران کې د بې سر وسامانۍ په حالت کې مرۀ شوي اؤ وارثانو يې په پردۍ خاوره د خپلو اوښکو په بدرگه کې ښخ کړي . نو اوس به څنگه ضرب عصب ددغو قبائيلو د ذهنونو نه اوځي ؟

دضرب عضب په نوم شمالي وزيرستان کې د روانو پوځي عملياتو له کبله کۀ هر څو په لکونو کډوال اوس محفوظو مقاماتو ته رسيدلي اؤ کېمپونو کې د کډوالۍ ژوند کوي خو دهغوئ نه د “عضب” نوم نه دى هير شوى ځکه خو پخپلو نوؤ زيږيدونکو ماشومانو د عضب نوم ږدي.

د ضرب عضب په نوم د روانو پوځي عملياتو د اثراتو د غورځنگ يوه عملي نمونه تيره ورځ هاغه مهال وليدل شوه چې د بنو د بکاخېلوپه سيمه کې د کډوالو په کېمپ کې يو ماشوم وزيږيدلو او پلار يې پرې "عضب خان" نوم کيښودو.

د شمالي وزيرستان د ميران شاه سيمې نه په کډه شوې دغه کورنۍ چې عضب خان پکې په کېمپ کې سترگې غړولي دي ، په کډوالۍ کې پېدا شوي ددغې ماشوم بوډۍ نيا پيوجانې وائس اف امريکا ډيوه ريډيو ته وئيلي چې کور کلی رانه پاتې شوي ، او په لويو سختو دغې کمېپ ته په خپلو پښو رارسېدلي يو .

هغه وايي نن مو دغه ستړيا او خفگان هغه وخت د مخه لرې شو، چې عضب خان مو په خېمه کې وزيږېدو ، او مونږ ته خوشحالو خپل مخ راښودو.

کډواله پيوجانه زياتوي دعضب خان په زيږون يې کورنۍ دومره خوشحاله ده چې د خوشحالۍ انتها يې نشته ، او دغه ورځ د ځان دپاره بختوره گڼي .

عزيز خان چې د عضب خان پلار دی ، د بکاخيلو د کډوالو په کېمپ کې ننۍ ورځ د ځان دپاره نيک مرغه گڼي او وايي ، چې له دې وړاندې د نهو زامنو پلار وم او نن راکره لسم هم پېدا شو ، وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې هغه ووئيل څلور زامن رانه د راتلو په وخت په لار کې بې درکه شوي وؤ ، د عضب خان سره نن هغوئ هم راپېدا شو او مونږ ته راورسېدل .

عزيزخان زياتوي د خوشحالۍ نه غواړم چې دومره مټهايي راوړم چې په دغې ټول کېمپ يي وويشم ، خو وس مې نه رسي لاس مې تش دی بې کوره يم ، کډوال يم .

د شمالي وزيرستان نه د بې کوره شوؤ خلکو دپاره جوړ د بنو د بکاخيلو په کېمپ کې د زيږيدلي عضب خان کورنۍ که څه هم دغه ورځ د خوشحالو په توگه نمانځي او د ځان دپاره يي بختوره گڼي ، چې په لسم نمبر مو يو بل ځوان هم کور ته راغی .

خو په کډوالۍ کې پيدا کېدونکي دغه ماشوم باندې چې نوم د ضرب عضب اپرېشن په ترڅ کې اېښودی شوی دی ، سوال راپورته کوي چې ايا د عضب خان ژوند به هم په دغسې کډوالۍ کې تېريږي ، او کنه بيا به هغه په خپله هم کډې گرځوي .

او که دا هر څه نه وي دغه کډه چې کله بيرته په خپل کور کلي اباديږي نو دغه نوم به ورته بيا بيا دغه ستړې ستومانه او د وطن پرېښودو سختې ورځې رايادوي . د کومو نه چې دنيا امان غواړي .

XS
SM
MD
LG