لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عبدالولي خان پوهنتون نه هم پوښتنې پکار دي


عدنان رشید

د مذهب د سپکاوي په تور کې د مشال خان وژنې د مردان عبدالولی خان یونیورسټۍ (پوهنتون) د انتظامې د رول یا کردار په اړه یوشمیر سوالونه راپورته کړي چې ځوابونه غواړي.

دهغه دوژني په ورځ (اپريل 13) د یونیورسټۍ یو چارواکي (اسسټنټ رجسټرار) په یو رسمي بیان کښي درې طالبعلمان(زده کونکې) مشال خان ، عبدالله او زبیر په مذهبي سپکاوي تورن کړي دي، دغه رسمي بیان وايي:٫٫ځه د یوې کمیټۍ جوړولو حکم ورکوم چي د ژورنلزم/صحافت څانګې د طالبعلمانو مشال خان، عبدالله او د زبیر دمذهب په سپکاوي کي د ککړيدو په اړه معلومات راغونډ کړي. د بل حکم پوري دغه زده کونکي د یونیورسټيۍ ودانې ته نشي راتلی.٬٬

که چرې د دغه رسمي بیان مقصد پلټنې کول وو نو په دغې کې د ٫٫تور٬٬ ذکر ولې نشته؟ رسمي بیان مشال خان او د هغه ملګري په کومو ثبوتونو د مذهب په سپکاوي تورن کړي؟ د پوهنتون قهرجنو ځوانانو دغه سرکاري حکم نامه د مشال خان د وژلو یو سبب خو نه وو ګرځولی؟

د وژنې څوورځي وړاندې مشال خان په عبدالولی خان یونیورسټۍ کښی احتجاج پیل کړی وو او د پوهنتون لپاره يې د واېس چانسلرغوښتنه کړې وه. په دغه احتجاج کې زده کړه کونکو د یونیورستۍ د هغه مشرانو غندنه کړې وه څوک چې په پوهنتون کې د یوې نه سوا څوکۍ لري.

اوس پوښتنه دا راپورته کیږي، که د یونیورسټۍ (اسسټنټ رجسټرار) دغه رسمي بیان مقصد د مذهب سپکاوي پلټنې کول وو که دغه زده کړه کونکي په جرم کې ککړ ګرځول ؟

دا او یو شیمر نورې پوښتنې شته چې ځوابونه غواړي.دغه ځوابونه به هم راشي خو ایا په دغه ظلم کې ککړو کسانو ته به سزا ورکړی شي او که نه؟

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG