لاس رسیدونکی لینک

ابوظهبي: اسټريلياـ پاکستان ته په ون ډی سيريز کې په 0-3 ماتې ورکړه


د پاکستان او اسټريليا د لوبډلو ترمينځ د درېو يو ورځنومېچونو سيريز اسټريليا وگټو او له دې وړاندې يواځينی ټي ټوئنټي هم اسټريليا په خپل نوم کړی ؤ .

د پاکستان او اسټريليا ترمينځ د ابوظهبي په شېخ زيد لوبغالي کې د درېو يو ورځنو مېچونو د سيريز په اخرني مېچ کې اسټريليا په ۱ رنز پاکستان ته ماتې ورکړه ، او په 0-3 يي سيريز په خپل نوم کړو .

اسټريليا په لمړي بينټگ کې د نهه لوبغاړو په سر پاکستان ته د ۲۳۲ رنزونو هدف ورکړی وو . د پاکستان ټول ټيم په ټاکلو ۵۰ اوورو کې په ۲۳۰ رنزونو اؤټ شو ، او مېچ يي اوبائيلو .

د پاکستان لخوا زيات رنزونه اسدشفيق په ۹۷ بالونو ۵۰ رنزونه جوړ کړل ، صهېب مقصود ۳۴ رنزونه ، سرفراز احمد ۳۲ او احمدشهزاد ۲۶ رنزونه جوړ کړل ، او شاهدآفريدي په ۱۵ بالونو ۶ رنزونو جوړولو کې کامياب شو .

د پاکستان د لوبډلې مشري د مصباح الحق په ځايي شاهدآفريدي کوله .

د اسټريليا څلورو باؤلران په دوه دوه وکټو اخستو کې بريالي شوي دي .

د اسټريليا لخوا اېس پي ډي سمتهـ ۷۷ رنزونه او ډي ای وارنر ۵۶ رنزونه جوړ کړي وو.

د اسټريليا د لوبډلې کپتان جارج بيلي د مېچ ټاس گټلی او د لمړي بيټنگ فېصله يي کړې وه .

د پاکستان په باؤلنگ کې سهېل تنوير په درې وکټو او شاهد آفريدي په دوه وکټو اخستو کې کامياب شوي ، محمدعرفان او انورعلي يو يو کهلاړي اؤټ کړو .

د پاکستان په ټيم کې نن څلور کهلاړيان بدل کړی شوي او د اسټريليا په ټيم کې هم دوه لوبغاړي بدل کړی شوي وو .

د پاکستان او اسټريليا د لوبډلو ترمينځ د درېو يو ورځنومېچونو سيريز اسټريليا وگټو او له دې وړاندې يواځينی ټي ټوئنټي هم اسټريليا په خپل نوم کړی ؤ .

XS
SM
MD
LG