لاس رسیدونکی لینک

د آسټرېلیا پارلېمان د داعش پرضد د هواېي حملو اجازه ورکړی.


آسټریلیا د وړاندی نه هم 600 عسکر او 6 جنګي یا جېټ جهازونه عرب اماراتو کې د امریکا پوځي مرکز ته لېږلي

د آسټرېلیا کابېنې اعراق کې د تندروه ډلې دولت اسلامي یا داعش پرضد نړیوال اتلاف کې د مرستې لپاره هواېي حملو او خصوصي ځواکونو پر ځاې کولو منظوري ورکړیده. وزیراعظم ټوني اېبټ نن وېلي دغه ډلی ته ماتې ورکول د آسټرېلیا په ګټه ده. نوموړي وېلي کابېنې د اعراق حکومت په خواست او د هغوي په مرسته اعراق کې د هواېي حملو منظوري ورکړی.

امکان دی د آسټرېلیا جنګي جهازونه به په څو ورځو کې د اعراق دننه د اسلامک سټېټ ډلې پر ضد بمباري شورو کوي. آسټریلیا د وړاندی نه هم 600 عسکر او 6 جنګي یا جېټ جهازونه عرب اماراتو کې د امریکا پوځي مرکز ته لېږلي. د آسټریلیا وزیراعظم ټوني اېبټ وېلي د آسټریلیا خصوصي عسکر یا کمانډوز به په شمالي اعراق کې پرځاېی کیږي او دغلته به د ځاېي عسکرو د صلاحکارو په توګه کار کوي چې د تندروو پرضد اوجنګیږي.خو ځنې څیړنکاران دا اندیښنې لري چې آسټریلیا په منځني ختېز کې د اوږدی مودی په یو جنګ کې اېنښتې شي. خو ښاغلې ټوني اېبټ پدی خبره زور ورکو چې دغه پوځي عملیات به ددوي خپل هیواد محفوظ کړي.

دا کار د ټولو په مفادو کې دی چې د آېي ایس آېي اېل خوني او د وژنو لېونتوب کارونه اودروي او په شا ې بوځي. او هم دغه زمونږ حدف دی. دغې ډلې د ګردې نړۍ پر ضد جګړه شورو کړی. اېي ایس اېل يواځې په اعراق کې نه د تهذیبونو پرضد حملې شورو کړي

د امریکا په مشرۍ کې د عرب هیوادونو اتلاف په اعراق او شام کې د دغه ګوند پر مرکزونو د تیرو دوو اونیو راهسې بمباري شورو کړیده. او اوس په دغه اتلاف کې د ۶۰ نه سوا هیوادونه شامل شوي چې مشري ېی امریکا کوي. که څه هم پدغو هیوادونو کې زیات په هواېي بمبارۍ کې برخه نه اخلي. هغه اروپاېي هیوادونه چې پدغه کمپاېن کې برخه اخلي هغوي یواځې په اعراق کې د تندروه ډلې پرضد بریدونه کوي.

په اعراق کې بیا د اسټریلیا دغه پوځي مشن لپاره د اسټریلیا لوی مخالفه ګوند لېبر پارټۍ مرسته هم تر لاسه ده. د دغې ګوند مشر بل شورټن واېي يواځې پوځي عملیات د ترهګرۍ دغه مسله نه شي ختمولې. او د اوږدی مودې استحکام بیا د اعراق حکومت او د اعراق په خلکو اړتیا لري. خو هم په آسټریلیا کې د ګرېنز پارټۍ مشر کرسټېن مېلن ګڼي په منځني ختېز کې د آسټریلیا پوځي کارواېي به په هېودا کې دننه د ترهګرۍ خطری سوا کړي. او د آسټرېلیا په وزیرا عظم ېی تور اولګوو چې دوي هیواد د سو کلونو په لانجه کې اونخلوو.

داسې ګمان کیږي چې د آسټریلیا 60 کسانو په شام او اعراق کې د تندروه ډلو سره شامل شوي دي. او د آسټریلیا حکومت د هیواد دننه د ترهګرۍ د خطر درجه ډیره پورته کړیده. په نژدیو اونېو کې د ترهګرۍ د مخ نیوي په لږ کې په سډني او برسبن او ملبرن کې پولېسو او امنېتي ادارو چهاپې هم وهلي دي. پدغې لړ کې په آسټریلیا کې پارلیمان قانون سازي هم کړیده او چارواکو ته ېي د هیواد دننه د ترهګرۍ د مخ نیوي لپاره ډیره اختیارات ورکړي دي. تیره میاشت په ملبرن کې پولېسو یو اتلس کلن شکمن تن وروستو د هغې ویشتې وو کله چې دغه تن دوه پولېس افسران په چاړه ژوبل کړل.

XS
SM
MD
LG