لاس رسیدونکی لینک

باجوړ او شبقدر کې حملې ٢ پوليس وژل شوي ، د ملېشې ٣ عسکر ژوبل


د اتوار په ورځ مازيگر پوليس په بازار کې په ډيوټۍ مامور وو ، چې وسله والو په نخښه کړي دي
د خيبرپښتونخوا د چارسدې ضلعې شبقدر تحصيل په بازار کې د نامالومه وسله والو لخوا په ډزو کې دوه پوليس وژل شوي دي . بلخوا ته قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې د ملېشې په چيک پوسته بريد کې درې عسکر ژوبل شوي دي .
د شبقدر سيمي د پوليس چارواکو په وينا ، د اتوار په ورځ مازيگر پوليس په بازار کې په ډيوټۍ مامور وو ، چې په دوه موټر سائيکلو سواره نامالومه وسله وال ر اغلي ، او په بازار کې په ډيوټۍ موجود پوليس يي په هدف کړي دي .
چارواکي وايي وژل شوي پوليس شهريار او اياز نوميږي ، او د دويې تعلق د شبقدر د پوليس سيټيشن سره ؤ .
پوليس وايي چې حمله کوؤنکي نامالومه وسله وال د ډزو وروستو د موقعې څخه په تېښته کې بريالي شوي دي ، او پوليس د لټون عمليات پيل کړی دی .
د پېښې پړه تراوسه چا په غاړه نه ده اخيستې .
د چارسدې ضلعې شبقدر تحصيل د قبائيلي سيمي مومند ايجنسۍ سره په پوله پرته سيمه ده ، چرته چې وخت په وخت د وسله والو لخوا پوليس په هدف کيږي ، او سرکاري ودانۍ په باردوي موادو الوزولی شي .
دوه ورځې وړاندې د ځائي پوليس لخوا په دغه سيمه کې په غټه کچه د بارودي موادو او وسلې نيولو ادعا شوې وه .
بلخوا ته د افغانستان پولې ته نزدې د پاکستان قبائيلي سيمې باجوړ ايجنسۍ مڼو ځنگل سيمه کې د ملېشې په يو چيک پوسته وسله والو جنگيالو بريد کړی ، چې پکې د ملېشې درې عسکر ژوبل شوي دي .
د باجوړ ايجنسۍ د پوليټيکل انتظاميې د چارواکو په وينا د ملېشې عسکرو په چيک پوسته د بريد په مهال د وسله والو او امنيتي ځواکوونو ترمينځ نښته هم شوې ده .
ياده وي د تيرې اوونۍ راهسې په قبائيلي سيمو مومند او باجوړ ايجنسو کې په امنيتي سرتيرو د بمي چاؤدنو سره وسله والو بريدونو کې زياتوالی مخې ته راغلی ، او امنيتي سرتېرو ته پکې مرگ ژوبله اوختې .
د خالي په ورځ په مومند ايجنسۍ کې يوه بمي چاؤدنه کې د ملیشې شپږ عسکر وژل شوي وو ، او د پاکستاني طالبانو د مومند ايجنسۍ څانگې د دغې پېښې پړه په غاړه اخيستې وه . او د پېښې وروستو په د مومند ايجنسۍ په دوه تحصيلونو خويزو او صافو کې کرفيو کې لگول شوې ، چې تراوسه دوام لري .
XS
SM
MD
LG