لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوئټه : د زائرينو په کاروان بريد کې ۲۳ کسان وژل شوي


 له دې وړاندې هم د بلوچستان په مختلفو سيمو کې څو ځله د شيعه زائرينو په گاډو بريدونه شوي دي .
له دې وړاندې هم د بلوچستان په مختلفو سيمو کې څو ځله د شيعه زائرينو په گاډو بريدونه شوي دي .

د بلوچستان صوبې په تافتان سيمه کې د ايران څخه کوئټې ته د شيعه زائرينو په راتلونکي کاروان چې په ۱۰بسونو مشتمل ؤ ، يو هوټل کې د ودرېدو په مهال بريد کې ۲۳ کسان وژل شوي دي .
راپورونه وايي د اتوار په ورځ د شيعه زائرينو بس د ايران څخه کوئټې ته په لار ؤ ، او په هغه مهال پرې بريد شوی چې کله د زائرينو بسونه د تافتان په سيمه کې د هوټل سره ودرېدل .
سرچينې وايي د زائرينو په بس وسله وال بريد شوی او ځينې راپورونه وايي چې په زائرينو ځان مرگي بريد شوی دی .

د بلوچستان صوبې داخله وزير سرفراز بگټي پېښه کې د ۲۳ کسانو د مړينې پخلی کړی ، او وئيلي يې دي چې وژل شوؤ کسانو کې اته زنانه او دوه ماشومان هم شامل دي .
نوموړي زياته کړې څلورو وسله والو د شيعه زائرينو کاروان په هدف کړی دی ، او وسله والو اول په گاډو ډزې پېل کړي ، بيا يي لاسي بمونه ويشتي او وروستو يې ځانونه هم الوزولي دي .
د کړکېچ سره مخ بلوچستان صوبه کې د تېرې اوږدې مودې راهسې د بدامنۍ او ترهگرۍ د پېښو لړۍ روانه ده ، او له دې وړاندې هم څو ځله د شيعه زائرينو په گاډو بريدونه شوي دي .
بلوچستان کې د تازه رامنځته شوې پېښې د شيعه ډلې مجلس وحدت المسلمين او ملت جعفريه په سختو ټکو کې غندنه کړې ده .
بل لور ته په فوري توگه د بريد پړه تراوسه چا په غاړه نه ده اخيستې .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG