لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ : د شخصي مطبوعاتي ادارې ايکسپريس ميډيا گروپ په دفتر بريد شوی


د سي پي جې ترمخه په کال ۲۰۱۳م کې پاکستان په نړۍ کې اتم نمبر هغه هېواد دی ، چرته چې د صحافيانو په وژنه کې د سزا نه څوک نه ويريږي .
ا
د سي پي جې ترمخه په کال ۲۰۱۳م کې پاکستان په نړۍ کې اتم نمبر هغه هېواد دی ، چرته چې د صحافيانو په وژنه کې د سزا نه څوک نه ويريږي . ا

د پوليسو په وينا د قيوم اباد په سيمه کې د ايکسپرېس نيوز په دفتر باندې د گل په ماښام نامعلومه وسله والو ډزې کړي او دوه لاسي بمونه يې پرې غورزولي دي . چې په نتيجه کې يې دوه کسان ژوبل شوي دي .


په کراچۍ کې د شخصي مطبوعاتي ادارې ايکسپريس په دفتر باندې د ډزو او لاسي بمونو بريد شوی ، چې په نتيجه کې يې دوه کسان ژوبل شوي دي .
د پوليسو په وينا د قيوم اباد په سيمه کې د ايکسپرېس نيوزپه دفتر باندې د گل په ماښام نامعلومه وسله والو ډزې کړي او دوه لاسي بمونه يې پرې غورزولي دي .
د ښار د جنوبي سيمې د پوليسو مشر ډي ائې جي عبدالخالق شېخ وئيلي ، د پېښې د ځايې نه يې شواهد راجمع کړي اوپه دغې اړه يې پلټنې پېل کړي دي .
په کراچۍ کې د ايکسپريس نيوز ټي وي بېورو چيف اسلم خان وائس اف امريکا ډيوه ريډيو سره خبرو کې د دوي په دفتر د شوي بريد په اړه وويل ، د گل په ماښام يې د دفتر مخې ته ډزې شوي او دوه بمونه غورزول شوي دي ، چې په نتيجه کې يې د دفتر په سيکيورټۍ مامور دوه محافظ ژوبل شوي دي .
نوموړي زياته کړه په دغه دفتر کې د اېکسپرېس ټي وي سره ، اېکسپرېس اردو ورځپاڼې او د انگرېزۍ ژبې ورځپاڼې اېکپسرېس ټريبيون مرکزي دفتري هم دي .
په کراچۍ کې د ايکسپرېس په دفتر باندې نزدې پنځه مياشتې وړاندې هم ډزې شوې وې .
اسلم خان وايې ، مونږ نه پوهېږو چې زمونږ دفتر ولې په نخښه دی ، وړاندې پرې ۳۸ ډزې شوې وې او د يو محافظ په گډون پکې دوه کسان ژوبل شوي وو. زمونږ د ادارې د انگرېزۍ او اردو ورځپاڼې دي او ټي وي دی . مونږ په کراچۍ کې هر قيسمه خبرونه خپروؤ . مونږ ته نېغ په نېغه چا دهړکه نه ده راکړې ، مونږ د لياري ، د اورنگي ، د جرمونو او طالبانو خبرونه خپروؤ . خو دا راته نه ده مالومه چې بريد د کوم خبرغبرگون دی .
هغه وويل پوليس که په مخکنې بريد کې ککړ کسان نيولی وی نو بيا به دغه بريد نه وی شوی . وس هم داسې ښکاري چې بريد هغې کسانو کړی دی کومو چې مخکې په دفتر ډزې کړې وې .
د سندهـ صوبې وزير اعلي قائم علي شاه د پېښې نوټس اخيستی او پوليس ته يې پېښه کې د ککړو کسانو دنيولو امر کړی دی .
د ايکسپرېس په دفترد شوي بريد صحافتي تنظيمونو او سياسي پارټو په سختو ټکو کې غندنه کړی ده او دا يې په صحافت بريد گرځولی دی .
د پاکستان د صحافيانو مرکزي تنظيم د نهې په ورځ د پېښې په ضد د احتجاج اعلان کړی دی .
نيويارک کې د صحافيانو د حفاظت دپاره کار کوؤنکي تنظيم کميټې ټو پروټېکټ جرنلسټس يا سي پي جی لخوا په تېره مياشت کې د پاکستان د وزيراعظم نواز شريف په نوم ليکل شوي خط کې وئيل شوي . چې پاکستان کې په صحافيانو تشدد کيږي او په دغه جرم کې ککړوکسانو ته د سزا نه ورکولو، او د دې ويرې زياتېدو سره چې صحافيان د کومو حالاتوسره مخ دي . دا په نړۍ کې بد مثال دی .
د وزيراعظم په نوم ليکل شوي خط کې سي پي جی ليکلي چې پاکستان کې صحافيان نه يواځې د وسله والو ، جرائم پېشه کسانو او جنگيالو لخوا وژل کيږي . بلکې د سياسي ، پوځي او استخباراتي ادارو غړي يې هم په نخښه کوي . او په تېره لسيزه کې ۲۴ صحافيان وژل شوي دي . چې پکې په ورستيو کې د خبريال ايوب خټک وژنه شامل ده . او په دغو وژنو کې چاته سزا نه ده ورکړی شوې .
د سي پي جې ترمخه په کال ۲۰۱۳م کې پاکستان په نړۍ کې اتم نمبر هغه هېواد دی ، چرته چې د صحافيانو په وژنه کې د سزا نه څوک نه ويريږي .
او پاکستان د نړۍ د هغو هېوادونو څخه يو دی چرته چې صحافيان پکې وژل کيږي او قاتلان يې ازاد گرځي .
  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG