د افغانستان پلازميني کابل په نړيوال هوايې ډگر باندې نن د زيارت په ورځ سحر وختي وسله وال بريد شوی ، او چارواکي وايي نزدې د پينځه ساعته جهگړې وروستو ټول بريد کوؤنکي امنيتي ځواکونو سره په مقابله کې وژل شوي دي .
د راپورونو ترمخه د افغانستان پلازمينې کابل په نړيوال هوايي ډگر باندې نن د زيارت په ورځ سحر نزدې څلور نيمي بجې وسله وال بريد شوی ، او حمله کوؤنکو په هوايې ډگر باندې د راکټو ويشتو سره درنه او سپکه وسله کارولې ده .
د کورونو چارو د وزارت د وياند صديق صديقي وئيلي ، نزدې د پينځه ساعتونو وروستو د پينځه واړو حمله کوؤنکو په وژنه جهگړه پايي ته رسېدلی ده .
نوموړي وئيلي بريد کې امنيتي ځواکونو ، ملکي وگړو او په هوايې ډگر ولاړو الوتکو ته هيڅ قسمه زيان نه دی اوړېدلی .
د کابل د پوليس مشر محمد ظاهر ظاهر وئيلي ، د بريد کوؤنکو د وژنې او جهگړې ختمېدو وروستو علاقه پاکه کړی شوې ، او هوايې ډگر د الوتکو تگ راتگ په ځايې کړی شوی دی .
د راپورونو ترمخه حمله کوؤنکو د هوايې اډې نه نزدې په ۷۰۰ گزه فاصله باندې دوه ودانو باندې قبضه اچولې وه ، او هم د دغه ځايې څخه يې په هوايي اډه ډزې کولې .
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد د پېښې پړه په سر اخستې ده .
د کابل هوايي ډگر د ځايي او معمول د الوتکو د تگ راتگ سره بهرني ځواکونه هم د تلو راتلو دپاره دغه اډه کاروي .
نزدې دوه اوونې وړاندې هم د کابل په هوايې ډگر باندې بريد شوی ، او په هغې کې په اډه ولاړو الوتکو ته زيان اوختی ؤ .
افغانستان کې په ورستيو کې يو ځل بيا د تشدد او بدامنۍ په پېښو کې زياتوالی راغلی ، او دوه ورځې وړاندې د پکتيکا په صوبه کې يوې موټري ځان مرگي بريد کې ۸۹ کسان وژل شوي وو .