لاس رسیدونکی لینک

په اچین کې د ملیشو او امریکايي ځواکونو ترمنځ جګړه کې ۱۳ ملیشې وژل شویدي


د ننګرهار د اچین ولسوالۍ په مامند دره کې د پنجشنبې يا زیارت په ورځ د سمیزو ملیشو او امریکايي ځواکونو ترمنځ جګړه او بمبار کې لږ تر لږه اته ملیشې وژل شویدي.

په افغانستان کې میشت د ناټو ځواکونو د جګړې د تایید ترڅنګ ویلي دي چې په دغې جګړه کې د دوي یو سرتیری ژوبل شوی دی.

د ننګرهار د والي ویاند عطاء الله خوګیاڼي رسنیو ته ویلي چې پېښه د غرمې دولس بجې په ياده سيمه کې شوې او ځايي پاڅونوالو او بهرنيو ځواکونو ترمنځ د لفظي شخړې وروسته ډزې شوي.

د پېښې د اتو قربانیانو جنازې د جمعې په ورځ خاورو ته وسپارل شوې او د ځايي چارواکو په وینا یو شمېر مړي تر اوسه هم له خاورو لاندې دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کړې، چې د سیمې په پاڅونوالو کې د دوی دوو نفوذي کسانو په اچین ولسوالۍ کې پر امریکایي ځواکونو ډزې کړي او ۱۶ سرتېرو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

امریکايي پوځي چارواکو ویلي چې له افغان امنیتي چارواکو سره په ګډه د پېښې په اړه څیړنې کوي او نور معلومات به وروسته خپاره شي.

اچین د ننګرهار هغه نا امنه ولسوالۍ ده چې د تیرو څو کلونو راهیسې په کې د طالبانو ترڅنګ داعش هم خپل فعالیت پیل کړی او په یادې ولسوالۍ کې د سمیزې ملیشې د ولسي جرګې د غړي حاجي ظاهر قدیر سره خواخوږي لري.

XS
SM
MD
LG