لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د کانګرس غړي صدراشرف غني ته ۱۸ ځله پاڅېدل


په ټوله وینا کې د کانګرس غړو ۴۳ ځله لاسونه وپړقول. ښاغلي غني د کانګرس دغه ستاینه د امرېکې په مرسته د یو شمیر افغان بریالو د ذکر په وخت تر لاسه کړه
په ټوله وینا کې د کانګرس غړو ۴۳ ځله لاسونه وپړقول. ښاغلي غني د کانګرس دغه ستاینه د امرېکې په مرسته د یو شمیر افغان بریالو د ذکر په وخت تر لاسه کړه

د افغانستان صدر اشرف غني امریکاېي کانګرس ته د نزدې ۵۰و منټو وینا کې منتخب امریکاېي غړي د احترام په طور ۱۸ واره پاڅېدل او درې څلویښت ځله یې ورته لاسونه وپړقول. په دغه وینا کې صدر اشرف غني چې کله دا اوویل چې ترهګرۍ او مذهبي تندلارۍ ته چپ پاتې کېدل نور د منلو وړ عمل نه دی نو د کانګرس غړي په ۱۱م ځل ودریدل.

په خپله ویناکې د افغانستان په اړه په جنګي کېسه کې د نوي توکي– لکه- (افغانستان به د القاعدې او د ملګرو هدیده جوړیږي) په کارولو سره د کانګرس غړي د زور زور چقچقو سره په ۱۷م ځل اودریدل. د افغانستان په اړه تل وېل کېږي چې ګني دغه هیواد د امپراتورو او یرغلګرو ګورستان ګرځېدلی.

افغان صدر اشرف غني په خپله وینا کې د یو سیاست مدار ، اقتصاد پوه سره سره د یو بشر پوه په توګه هم وځلېدو. نوموړي په افغانستان کې د امریکا په مرسته د ځېګېدنې په وخت د میاندو په مړینه کې د کمي ، د زیاتو جینکو په سکولونو کې حاضري، د افغانانو د عمر په کچه کې زیاتی او نورو بنیادي بشري مسلو ته د کانګرس پام وروګرځوؤ. او اکثره وخت ورته غړي اودریدل او یا یې د شاباشي په توګه ورته لاسونه وپړقول.

په ټوله وینا کې د کانګرس غړو ۴۳ ځله لاسونه وپړقول. ښاغلي غني د کانګرس دغه ستاینه د امرېکې په مرسته د یو شمیر افغان بریالو د ذکر په وخت تر لاسه کړه.

چې کله هم اشرف غني د ښځو د تعلیم ، صحت او د بشري حقونو خبره کوله نو د کانګرس غړي به یا پاڅیدل او یا به ېی په چقچقو بدرګه کوؤ. د کانګرس غړو د بډو رشوتونو (اداري فساد)، ترهګري ، افغان پوځي تیاري، د مذهبي تندلارۍ خلاف مفکوره، مذهبي ویرې، د امریکا د پوځي مرستو ستاېنې او عن تر دی چې د افغانستان د قېمتي کاڼي لاجورو په اړه د ښاغلي غني هرې خبرې ته لاسونه وپړقول.

نوموړي په امریکایانو غږ وکړو چې د جګړې پرته غواړي اوېني امریکایان بیرته افغانستان ته د سېلګرۍ لپاره لاړ شي او د هغه ځاېې د کلتوري خزانو، اسلامي تهذیب، اوبه ، سېندونو،غرونو او د لرو سېمو خایستونه او شتمنۍ اووېني.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG